هندي چارواکي وايي، چې په تېرو دوو اونیو کې د هند په شمال لوېدیځ کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي دي. همدارنګه د یادو پېښو له امله ۳۰۰ زره کسان بېځایه شوي هم دي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د هند پوځ او هوایي ځواک په اسام ایالت کې چې یو له سختو ځپل شویو سیمو څخه دی د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي. هندي چارواکي وايي، د برهمپترا سیند چې د ۱۲۸۰ کیلومتره په واټن د اسام له لارې تېرېږي او بیا بنګله دېش ته بهېږي، هر کال په کې سېلابونه راوځي. د چارواکو په خبره، د سختو بارانونو له امله په دغه سېند کې سېلابونه راوتلي او دوه زره کلي یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.