په ایران کې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو پایلې ښايي نن اعلان شي. د دغه ټاکنو د رای اچونې بهیر د تېرې شپې تر ۱۲ بجو پورې روان وو. دغه ټاکنې د تېرو ټاکنو د دوو مخکښو نوماندانو، مسعود پزشکیان او سعید جلیلي ترمنځ وشوې. په ایران کې چې د وګړو شمېر یې څه باندې ۸۵ میلیونو ته رسېږي، دغه ټاکنې د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د ځایناستي د ټاکلو لپاره وشوې.