د روان کال د مې میاشتې تر پایه، د پاکستان پر حکومت د پورونو اندازه ۶۷،۸۱۶ میلیارده پاکستانیو روپیو ته رسېدلې، چې کورني او بهرني پورونه په کې شامل دي. د پاکستان د مرکزي بانک د شمېرو له مخې د تېر یوه کال په موده کې په پورونو کې ۱۵ سلنه ډېروالی راغلی دی. د پاکستان پورونه د ۲۰۲۳م کال په مې مياشت کې ۵۸۹۶۴ میلیارده روپۍ وو. د دغه هېواد د ناخالص پور اندازه د روان کال د اپرېل تر مې میاشتو په موده کې ۲ اعشاریه ۶ سلنه زیاته شوې. دغه راز حکومت اټکل کوي، چې راتلونکی کال به له بېلابېلو لارو نژدې ۷۵۰۰ میلیارده روپۍ پور ترلاسه کړي.