د امریکا پوځ ویلي، چې اېف-۱۵ جنګي الوتکې یې منځني ختیځ ته رسېدلي دي. واشنګټن ایران ته د یو خبرداري په ترڅ کې سیمې ته د اضافي تجهیزاتو د استولو اعلان کړی و. امریکا د نومبر په لومړۍ نېټه اعلان کړی و چې منځني ختیځ ته به بمب غورځوونکي الوتکې، جنګي الوتکې، د تیلو لیږدوونکي الوتکې او د میزایلو ویجاړونکی دفاعي سیستم استوي. امریکايي چارواکو څو ورځې مخکې وویل چې بي-۵۲ بم غورځوونکي الوتکې یې ایران ته د خبرداري په توګه منځني ختیځ ته رسېدلي. ایران د دغو الوتکو استول غندلي.