د بلوچستان صوبې په کوټه ښار کې د یوې چاودنې له امله ۲۲ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي. د پولیسو په وینا، دغه چاودنه نن د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې شوې ده. پولیسو د مرګ ژوبلې د دغو شمېرو پخلی کړی دی. د راپورونو له مخې، چاودنه د اورګاډي له وتلو مخکې د ټکټ پلورنځي ته څېرمه شوې ده. په سیمه کې پولیس چارواکي وایي، د لومړنیو مالوماتو له مخې دغه پېښه یو ځانمرګی برید و. په سیمه کې عیني شاهدان وایي، چې د چاودنې پرمهال په دغې سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه او ښایي، چې شمېرې تر دې هم لوړې شي. له سیمې څخه سرچینې وایي، چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیس وايي، د چاودنې ځای ته پولیس او د ژغورنې ډلې هم استول شوې دي. د دغې پېښې پړه د بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلې منلې ده.