د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین ته په ټیليفوني خبرو کې ویلي، چې د اوکراین جګړه دې نه زیاتوي. واشنګټن پوست د یوشمېر سرچینو له قوله، چې نومونه یې نه دي یاد شوي، راپور ورکړی چې ټرمپ او پوتین د نومبر په ۷مه دغه خبرې سره کړې دي. ټرمپ د نومبر په شپږمه، په ټاکنو کې له بریا وروسته د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زيلينسکي سره هم ټیليفوني خبرې کړې وې. د سرچینې د معلوماتو لهمخې، ټرمپ پوتین ته ویلي، لېواله دی چې د اوکراین د جګړې د ژر پای ته رسېدو په اړه له هغه سره نورې خبرې وکړي.