د مرکزي اسیا د نړیوال انسټیټیوټ رئیس او د ازبکستان د ولسمشر مرستیال جولان وهابوف په اوسلو کې د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي بیورن هانسن سره کتليدي. وهابوف ویلي، چې په دې کتنه کې یې د افغانستان راتلونکی د مرکزي اسیا له ثبات او سوکالۍ سره د نږدې تړاو په اړه خبرې شوې دي. د نوموړي په وینا، دواړو لورو د افغانستان د روان وضعیت او په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو د رول په اړه بحث کړی او د ازبکستان پر عملي تګلارې یې ټینګار کړی دی. په دې تګلاره کې د سوداګرۍ پراختیا، د ترمذ له لارې د بشري مرستو لېږد او د سیمهییزو نښلونکو پروژو پلي کول، په ځانګړي ډول د ټرانسافغان اوسپنې پټلۍ، شامل دي. وهابوف زیاته کړې چې د ټرانسافغان اوسپنې پټلۍ پروژه کولای شي افغانستان د سیمې له پراخو بازارونو سره ونښلوي.































