د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ایټالیا په مالي ملاتړ په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو څه باندې ۶۸ زرو کسانو ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۲۷مه، ویلي چې په دغو کسانو کې څه باندې ۳۱ زره ښځې، تر ۲۰ زرو ډېر ماشومان او له ۲۰ زرو ډېر راستنېدونکي شامل دي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، یاد مرکزونه د بسترېدو پرته روغتیايي خدمات، د مور او ماشوم روغتیا، تغذیوي خدمات، واکسین، درمل، د امبولانس بېړني خدمات او رواني ـ ټولنیز ملاتړ وړاندې کوي. دغه سازمان زیاته کړې چې د ایټالیا د دولت مالي ملاتړ د افغانستان په ختیځ کې خلکو ته د روغتیايي خدماتو په رسولو کې مهم رول لري.































