شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

افغان خبريال: د چین حکومت له امنیت او اقتصاد ورهاخوا د بشري حقونو غوره تامین کړی دی

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

جون 22, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

په وروستيو کې د بشري حقونو د ادارې لوړ پوړي نړيوال فورم په بېجينګ کې تر سره شو. د چین د دولت رئيس شي جین پینګ دغه فورم ته د مبارکۍ پيغام په استولو سره ویلي: دا مو شعار دی چې د امنيت ساتنې له لارې د بشري حقونو ساتو، د بېلا بېلو هېوادونو د ملي حاکميت او د ځمکني بشپړتيا درناوی کوو، د سولې او پرمختګ په لور روان يو او نړيوال امنیتي وړانديز عملي کوو څو د بشري حقونو د تر لاسه کولو لپاره ارام او خوندي چاپېريال برابر کړو. د روانې میاشتې په شلمه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۳مه غونډه په جنيوا کې ترسره شوه، د چين استازي چن شيو بيا د بشري حقونو په هکله د چین دريځ بيان کړی او ویلي يې دي چې د خوندي چاپېریال د برابرولو له لارې دې بشري حقونه وساتل شي. په دې اړه د چين د ميډيا ګروپ خبريالې د افغانستان د شرق تلويزيون له خبريال فرهاد سره مرکه وکړه. هغه وويل چې د چين حکومت خلکو ته خوندي چاپېريال برابر کړی او په اقتصادي برخه کې يې پرمختګونه موندلي دي چې د خلکو بشري حقونه تضمين شوي او خلک يې هوسا ژوند کوي.

د ښاغلي فرهاد په اند د انسانانو لپاره خوندي چاپېريال تر ټولو مهم دی. که چېرې هغوی په خوندي چاپېريال کې قرار ونه لري، نو تر ډېره حده پورې د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې شي. که په خوندي چاپېريال کې وي، هغوی کولی شي چې نېکمرغه ژوند ولري او خپل بشري حقونه تر لاسه کړي. د چین د دولت رئيس شي جين پينګ پخوا هم داسې ویلي چې د نېکمرغه ژوند رامنځته کول د خلکو لپاره تر ټولو لوی بشري حق دی. په دې اړه ښاغلي فرهاد وويل چې چين يو خوندي هېواد دی او اقتصاد يې پرمختللی دی، نو کولی شي چې د خلکو د بشري حقونو لپاره ضمانت برابر کړي. د يو انسان لپاره خوندي چاپېريال خورا مهم او ضروري دی. خلک هغه وخت نېکمرغه ژوند کولی شي چې لومړی په يوه خوندي او ثابت چاپېريال کې وي، دوهم دې د هغه لپاره اقتصادي شرايط  ښه وي. که چېرې يې اقتصاد ضعيف وي او په امن ځای کې نه وي، بيا هم به خپل اقتصاد په خپلو پښو ودروي. دا چې چين د اقتصاد له اړخه په وروستيو کلونو کې خورا پرمختللی دی او حکومت يې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ موندلی  او ورسره په څنګ يې د چين خلکو ته خوندي چاپېريال مهیا کړی چې د خلکو بشري حقونه يې تامين شوي او خلک هوسا ژوند کوي.

د ښاغلي فرهاد په اند د افغانانو په تېرو شلو کلونو کې له خپلو بشري حقونو څخه بې برخې وو، لامل يې پر افغانستان د امريکا له يرغل سره تړاو درلود چې امنيتي وضعيت يې خراب و. هغه وويل چې امريکا د شلو کلونو لپاره پر افغانستان يرغل کړی وو، نو خلک يې بشري حقونه له لاسه ورکړي وو. ځکه امنيتي ستونزې وې، که خلک د ارامي احساس ونه کړي، هغوی هېڅکله پرمختګ نه شي کولی، نو د افغانانو لپاره لومړی امنيت مهم دی، بيا کړای شي چې خپلې اقتصادي ستونزې هم د وخت په تېرېدو سره حل کړي. له افغانستانه د امریکایي ځواکونو نا مسؤلانه وتل پر افغانانو زیاته منفي اغېزه کړې ده، یو خو دا چې دوی یرغل کړی و، بیا په داسې شکل ووتل چې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل. ټولو بهرنیانو ته معلومه ده چې هغوی د افغانانو د کلتور او فرهنګ ته ضرر رسول، لکه د اور سره چې لوبې کوې، نو امریکايي ځواکونو دلته زموږ خلکو، کلتور او فرهنګ ته سپکاوی کړی او د خلکو کورونه یې حتا په داسې حال کې هم بمباري کړي چې دوی کاملا ملکیان و. تر اوسه پورې دغه منفي اغېزه لاهم روانه ده. د افغانستان په دننه کې ډېرې افغانان له بشري ناورين سره مخ دي او بشري حقونه نه شي تامينيدای.نو مونږ پر نړيوالو غږ کوو چې په دې برخه کې د افغانانو غږ واوري څو زموږ بشري حقونه تر لاسه کړي.

د چين د دولت رئيس پخوا ویلي چې د امنيت ساتنې له لارې دې بشري حقوق وساتو، او د پرمختګ او همکارۍ له لارې دې د بشري حقونو چارې پرمخ لاړ شي. په دې اړه ښاغلي فرهاد وويل چې اوس مهال افغانستان تر يوې اندازې پورې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، نو له نورو هېوادونو سره همکاري خورا مهمه ده. که هغه د راکړې ورکړې، د کار او بار یا د پانګونې له اړخه وي، نو افغانان به ترې ګټې واخلي. که چېرې په یوه هېواد کې اقتصادي ستونزې حل شي، نو بیا د بشر حقونه هم تر ډېره خوندي پاتې کېږي.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In