چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

لیکنه: ذاکر جلالي

فبروري 23, 2020
in لیکنې
0 0

له اوږدو انتظارونو، ځنډونو او خنډونو وروسته، بالاخره د فبروري په ۲۱مه طالبانو او د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په جلا جلا اعلامیو کې د اورکم خبر ورکړ. دا لاسته‌راوړنه د هغو یوولس پړاویزه مذاکراتو په پایله کې ممکنه شوه چې د ۲۰۱۸ له سپټمبر راهیسې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي ټیم او د ملا برادر تر څارنې لاندې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مذاکراتو ټیم تر منځ وشول. دا اسانه خبرې نه وې. د طالبانو د غورځنګ مرستیال ملا سراج الدین حقاني په نیویارک ټایمز کې په خپله مقاله کې لیکلي چې کله یې استازو په ۲۰۱۸ ز کال کې له امریکايي لوري سره خبرې شروع کولې، دا چې مذاکرات به کومه پایله ورکړي، باور یې صفر ته نږدې و. په همدې ډول که څه هم د دغو خبرو پایلو او سولې ته د ډېرو افغانانو سترګې وې؛ خو هېچا باور نه درلود چې دا خبرې به رښتیا هم پایله ولري.

طالبانو په خپله اعلامیه کې لیکلي چې د توافقنامې د لاسلیک لپاره «مناسبه فضا» برابروي چې هدف یې اورکم دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دواړه لوري په دوحه کې دې تفاهم ته رسېدلي، چې په ټول افغانستان کې به تاوتریخوالی کموي. په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د فبروري په ۲۹مه به له طالبانو سره هوکړه‌لیک لاسلیک کېږي. د طالبانو پوځي کمېسیون په اعلامیه کې لیکل شوي چې د دوی له خوا به پر ولایتي مرکزونو، د بهرنیانو پر ټولو اډو او په کابل کې د افغان حکومت پر فرقو، غونډونو او قول اردوګانو باندې بریدونه نه کوي. همدا راز به افغان حکومت او بهرنیان د طالبانو پر مرکزونو ډرون، چاپې او راکټي بریدونه نه کوي.

ملا سراج الدین حقاني په خپله لیکنه کې وايي: «ان کله چې ولسمشر ټرمپ خبرې وځنډولې، موږ بیا هم د سولې دروازه پرانیستې وساتله، ځکه چې افغانان تر بل هر چا د جګړې له دوامه زیانمنېږي. د سولې هېڅ هوکړه له دومره سختو او شدیدو خبرو وروسته له متقابل جوړجاړي پرته نه شي تر لاسه کېدای.»

د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې له ډېرو کږلېچونو او پېچومو تېرې شوې. سره له دې چې د بې‌باوریو تشه ډېر پراخه وه؛ خو بیا هم دواړه لوري وتوانېدل چې اوس په ډاډ سره رسماً ووايي چې د فبروري په ۲۹مه به هوکړه لاسلیک کوي. یوازې د بې‌باورۍ خنډ هم نه و. په امریکا کې د ننه د دغو خبرو پر وړاندې د جګړه‌پلوو نظامیانو او استخباراتو مخالفت د پام وړ و. په افغانستان کې ولسمشر غني په دغو خبرو کې رول نه درلود، ځکه یې مخالفت کاوه. د ډاکټر غني اساسي اندېښنه دا وه چې د سولې هره پرېکړه به د ده په برخلیک کې کېږي؛ ځکه یې په دغسې حساس وخت کې د انتخاباتو کیسې ته لومړیتوب ورکړ. په هر صورت، دغه خبرې اوس وروستۍ شوې ښکاري او که هر څه له پلان سره سم پرمخ ولاړشي، تمه ده چې په یاده نېټه به په دوحه کې هوکړه لاسلیک شي.

اوس مهمه پوښتنه دا ده چې د هوکړې له لاسلیک وروسته به بین الافغاني خبرې څنګه کېږي؟ د سراج الدین حقاني په لیکنه کې هڅه شوې چې دغو اندېښنو ته ځواب وویل شي. حقاني لیکي چې د بهرنیانو له وتلو وروسته، نظام د افغانانو خپلمنځي تفاهم او اجماع پورې تړلی دی. د طالبانو مرستیال لیکلي: «موږ ژمن یو چې له نورو لوریو سره د مشورې او رښتیني درناوي له لارې کار وکړو چې پر یوه نوي او ټول‌شموله جوړښت باندې سلا شو چې د هر افغان غږ په کې منعکس شوی وي او هېڅ افغان ځان بهر ونه ګڼي.»

د سراج الدین حقاني لیکنه په ډېر یوه مهم پړاو کې خپره شوه او ډېرو مهمو اندېښنو ته پکې د ځواب ورکولو هڅه شوې ده. که څه هم طالبانو له پخوا دغه څرګندونې درلودې؛ خو دا چې د ملا سراج الدین حقاني له ادرسه وویل شوې، دا مهمه وه او خپله مانا لري.

اوس مسئله دا ده چې ایا افغان حکومت راتلونکي پړاو ته چمتو دی؟ د افغان سولې دومره ډراماټیکو پرمختګونو وړاندوینه افغان حکومت کړې وه؟ که د طالبانو مسئله څنډې ته کړو، افغان حکومت تر بل هر وخت په ملي او حکومتي کچه وېشلی او پاشلی دی. د سولې په تړاو د ډاکټر غني د ټیم او ویاندویانو الفاظ ډېر توند او ترخه شوي. هره ورځ د سرو کرښو یادولو هڅه کېږي. د ده او سیاسیونو تر منځ اختلافات تر بل هر وخت زیات دي. د طالبانو او امریکایانو تر منځ چې هوکړه لاسلیک شي، طالب پلاوی به چمتو وي او که ارګ او سیاستوال د ليستونو پر جوړولو او ردولو اخته وي، دا حالت به د طالب په ذهن کې د دغه حکومت وار دمخه ټیټ حیثیت څومره کمزوری کړي!

د سولې خبرو له پرمختګ سره د طالبانو په موقف ګیریو او څرګندونو کې نرمښت ښکاري. ښه بېلګه یې د سراج الدین حقاني لیکنه ده. ایا حکومت سره له دې چې د طالبانو په پرتله ډېر ظرفیتونه او سټېجونه په واک کې لري، دغسې هڅه کړې؟! د داووس او مونیخ په نړیوالو ناستو کې ډاکټر غني چې کوم الفاظ د خپلو حریفو سیاستوالو او طالب مشرانو پر وړاندې وکارول، د سولې د راتګ په تړاو د ده پر نیت شکونه څو برابره زیات کړل. د دغه حالت دوام د هېچا ان د خپله ډاکټر غني په ګټه نه دی. پکار ده چې د وخت حساسیت درک شي، د ماضي له خپسې راووځو او راتلونکي ته د واقعیتونو او بدلونونو په منلو سره روښانه لار ترسیم کړو. که نه پرمختګونه دومره چټک او ډراماټیک دي، چې ښايي بیا به د یوې ښې پرېکړې فرصت په لاس کې نه وي.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عراقچي: امریکا د خپلو موخو له ناکامۍ وروسته پر ایران نوي بندیزونه لګوي

سپتمبر 9, 2026

یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

سپتمبر 9, 2026

افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

سپتمبر 9, 2026

اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In