شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

افغان شنونکی: په هوايي او فضايي سکتور کې د چين لاسته راوړنې د ګردې نړۍ لپاره ګټورې دي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

جون 1, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

په وروستيو کې د C919 په نوم د چين جوړه شوې لومړۍ لویه مسافر وړونکې الوتکه چې پکې ۱۳۰ مسافرين سپاره وو، له شانګهای څخه پورته او د بېجينګ په هوايي ډګر کې په بریالۍ توګه ښکته شوه.  د مې په ۳۰مه نېټه د چين د شن جو ۱۶ م نمبر انسان وړونکې بېړۍ په برياليتوب سره فضا ته وتوغول شوه. چین په پر له پسې توګه په هوايي او فضايي سکتور کې نوې لاسته راوړنې ګټلې دي چې دا په نړيواله ټولنه کې د پاملرنې وړ ګرځېدلې دي. د چين د ميډيا ګروپ خبريالې په دې اړه د افغانستان د پکتيا پوهنتون له پروفیسور دوکتور يار محمد سره مرکه کړې ده. هغه وويل چې په هوايي او فضايي سکتور کې د چين لاسته راوړنې د ګردې نړۍ لپاره ګټورې دي.

د ده په اند د چين په هېواد کې د C919 په نوم د مسافر وړونکې الوتکې جوړېدل او په بريالۍ توګه يې د پرواز تر سره کېدل د نړۍ لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده. هغه وویل چې د دې الوتکې د کار په پراختيا او پرمختيا سره به د چين د خلکو او د سيمې د هېوادونو په راشه درشه، اقتصاد او اړيکو کې مثبت بدلون راشي. همدارنګه په دغه هېواد کې  فضا ته د شن جو ۱۶ م نمبر په نوم د انسان وړونکې بېړۍ توغول هم په فضايي برخه کې د چين د هېواد تر ټولو بريالۍ هڅه ده، په دې دواړو کارونو سره به د انسان په ژوند کې د پام وړ اسانتياوې رامنځ ته شي او په فضايي څېړنو کې به د چين د لا پرمختګ سبب شي.

رښتيا ده چې د يادو دوو کارونو تر سره کېدنه به انساني ټولنې ته ډېرې ګټې ورسوي او د نړۍ د ساينس او ټکنالوژۍ د پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري. ښاغلی يارمحمد دا نظر لري چې په هوايي او فضايي برخه کې د چين دغه دوه فعاليتونه، نه يوازې د چين لپاره ډېر ارزښت لري او د اهميت وړ دي بلکې د نړۍ د ټولو وګړو د ژوندانه د اسانتياوو په رامنځ ته کولو کې هم ډېر مهم پرمختګ ګڼل کېږي. هغه وويل چې د يادې مسافر وړونکې الوتکې د پروازونو په زياتېدو سره به مسافرين په اسانۍ او ارزانه بيه خپلو ټاکلو موقعیتونو ته ورسېږي او د فضايي بېړۍ په وسيله به هغه واټن چې نن سبا د ځمکې او فضا تر منځ موجود دی، د شن جو ۱۶ م نمبر انسان وړونکې بېړۍ په فعاليت سره به ډېر کم شي. ساينسپوهان به د دې بېړۍ په فعاليت سره د فضا په برخه کې نوې تجربې ترلاسه کړي. همدا شان تجربې به هرو مرو د نړۍ د  ساينس او ټکنالوژۍ د پرمختګ د پرمخ بېولو په ګټه دي او د انسان د ژوندانه په برخه کې اسانتياوې رامنځ ته کړي.

په هوايي او فضايي چارو کې په چټک پرمختګ سره چین له نورو هېوادونو سره همکارۍ هم ډېرې کړې دي. چین چې تخنيکونه يې پرمختللي دي، هم کولی شي چې د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې له نورو هېوادونو سره مرسته وکړي. د ښاغلي يارمحمد په اند چین په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته کولی شي. هغه وويل چې د بېلګې په توکه چين کولای شي چې افغاني فضايي متخصصين د فضايي علومو په برخه کې وروزي، په کابل کې د فضايي څېړنو مرکز جوړ کړي، د پوهنتونونو د فضايي څېړنو محصلين وروزي او په دې برخه کې سکالرشيپونه او بورسونه ورکړي. همدارنګه کولای شي د چين په فضايي مرکز کې د افغاني تلويزیوني چينلونو لپاره يو سټلايټ نصب کړي، څو افغانستان د نشراتو په برخه کې اسانتياوې رامنځ ته کړي. اوسمهال د افغانستان تلويزيوني نشرات د نورو هېوادونو له خوا د لوړ نرخ په بدل کې ترسره کېږي. نو که چین په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ وکړي، افغانستان به ژر خپلې ستونزې لرې کړي.

د ښاغلي یارمحمد په اند چین نه یوازې توانېدلی شي چې له نورو هېوادونو سره د همکاريو له لارې خپل ساينس او تخنيک ته پرمختګ ورکړي، بلکې د نړیوالو همکاریو له لارې يې خپله اغېزه پياوړې کړې او د نړيوالۍ سولې لپاره يې خپل خدمتونه کړي او کوي يې. هغه وويل چې چين کولای شي، د خپلو فضايي تخنيکونو په رامنځ ته کېدو او استعمال سره د نړۍ لپاره د سولې او ثبات په برخه کې ګټور فعاليتونه تر سره کړي، څومره چې يوه هېواد د ساينس، تخنيک او اقتصاد په برخه کې پرمختګ کوي، هماغومره يې د نړۍ په سطحه سياسي موقف او دريځ پياوړی کېږي او په نړۍ والو مسايلو کې يې خبره او موقف وزن او موقف پيدا کوي، نو د دغوو دوو هوايي او فضايي فعاليتونو په رامنځ ته کېدو سره هم د چين سياسي موقف غوره شوی، دا دواړه چارې يې د نړۍ د سولې او ثبات لپاره ګټورې تمامېدای شي.

Share6Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In