د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې عمومي رئیس مولوي غلام حیدر شهامت د مالیزیا د پارلمان له رئیس تان سري جوهري عبدالله سره کتلي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، دغه لیدنه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا، د متقابل تفاهم د زیاتوالي او په بېلابېلو برخو کې د راتلونکو همکاریو د فرصتونو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده.































