د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، هغو نجونو ته چې له زیانونو سره مخ دي، د زدهکړو او مسلکي مهارتونو د روزنې زمینه برابروي. یونیسف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د دغه بنسټ تر ملاتړ لاندې په یوه ښوونیز مرکز کې نجونو ته د ګلدوزۍ په څېر مسلکي مهارتونه ورښودل کېږي. د یونیسف په وینا، دا روزنیز پروګرام له نجونو سره مرسته کوي چې پر ځان باور پیاوړی کړي، د راتلونکي په اړه هیلهمنې شي او د خپلواکۍ پر لور ګامونه واخلي. دغه پروګرام په افغانستان کې د یونیسف فرانسې په ملاتړ پلی کېږي.































