یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

افغان کارپوه: د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو نوی څپرکی د نړۍ په ګټه دی

مې 17, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

تېره اونۍ ولاديمير پوتين د روسيې د ولسمشر په توګه خپله پنځمه دوره پيل کړې او چين د ده د ماموريت د نوې دورې په پیلېدو سره له هېواده بهر د ده د سفر لومړی هېواد ګرځېدلی دی. د مې په ۱۶مه نېټه پوتين بېجينګ ته ورسېد او د چين د دولت رئيس شي جين پینګ ورسره وکتل. شي جين پینګ له ولسمشر پوتین سره په ملاقاتو کې ويلي  چې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې د نوي ډول نړيوالو اړيکو او د لويو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یوه غوره نمونه ده. له اوږدې مودې راهيسې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې هم په نړۍ کې د پام وړ ګرځېدلې دي، نو دغه سفر هم د نړۍ ډېر پام راخپل کړی دی.  په دې اړه د چين د سي جي ټي اېن پښتو خبريالې غاټول د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ييزو مطالعاتو مرکز د سيمه يیزو چارو له څېړونکي عمران ذکريا سره مرکه وکړه. هغه وويل چې چين ته د ولسمشر پوتين سفر د چين او روسیې ترمنځ د اړیکو نوی پړاو او د دوه اړخيزو اړیکو نوی څپرکی په ډاګه کوي.

 ده په اند د چین او روسيې ترمنځ اړيکې د تاريخ د هر وخت په پرتله لا نژدې شوې دي. نن ورځ چین او روسیه نه یوازې په مرکزي اسیا، بلکې د اسیا او افریقا په لویو وچو کې یو له بل سره ستراتیژيک ملګري دي او د سیمې او نړۍ په کچه د هرې پېښې په اړه یوشان نظر لري. ده د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د يادونې په ترڅ کې ويلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل نوي ماموریت له پیلېدو سره سم چین ته سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو نوی پړاو او د دوه اړخیزو اړیکو نوی څپرکی په ډاګه کوي. که څه هم په نړیواله کچه د چین راپورته کېدل د سولې او موجوده نړیوال نظم د خوندیتوب په مانا دي، خو چین بیا هم د ښه ګاونډیتوب پالیسۍ له لارې هڅه کوي او له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې اړیکې پراخ وي. ورځ تر بلې د چین اقتصاد په غوړېدو دی چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو پر اقتصادي پرمختګ مثبته اغېزه کوي. روسیه هم د یو ګاونډي په توګه له چین سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري. د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۳ م کال کې د چین او روسیې ترمنځ سوداګري ۲۴۰ میلیارده ډالرو ته رسېده، چې دغه رقم د پخوا په پرتله زیاتوالی ښيي. نو بېجېنګ ته د سفر له لارې، ولسمشر پوتین هڅه کوي چې دوه اړخیزه سوداګري لاپسې پراخه کړي او هم غواړي نړيوالو ته څرګنده کړي چې د اوسني وضعيت پر وړاندې روسيه په انزوا کې نه بلکې اوس په سيمه کې پياوړی ملګری لري.

په حقيقت کې د چين او روسيې ترمنځ د اړیکو لاټینګښت او همکارۍ د نړيوال نظم د ساتنې او د نړۍ د څو قطبيز کېدو لپاره ډېره مهمه ده. د چين د دولت رئيس شي جين پینګ له پوتین سره په خبرو کې هم ويلي چې چين او روسيه د ملګرو ملتونو په محور د نړيوال سيستم او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د نړيوال نظم ساتنه کوي او د ملګرو ملتونو په شمول د څو اړخيز ډګرونو کې د همکاريو او د رښتيني څو اړخيزم له لارې د نړۍ د څو قطبي کېدو او د اقتصاد د نړيوال کېدو لپاره هڅې کوي. په ورته وخت کې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف هم داسې ويلي چې په نړیوالو چارو کې د چين او روسيې ترمنځ همکارۍ برابر او کليدي رول لوبوي. روسيه له چين سره د نړيوال نظام د اصلاحاتو او د یوې څو قطبیزې نړۍ د ابادۍ لپاره هڅې کوي. په دې اړه ښاغلي ‌ذکريا وویل، دا یو حقیقت دی چې د چین راپورته کېدل د نړۍ د اقتصادي پرمختګ په مانا دي، روسیه د یو ستر سیمه ییز قدرت په توګه د راپورته کېدو په حال کې ده، په داسې حال کې چې چین په یوه نړیوال اقتصادي قدرت د بدلېدو په حال کې دی، نو د نړۍ څو قطبي کېدل کولای شي چې په نړیواله کچه د بې عدالتۍ مخه ونیسي او په دې کې به د چین ونډه روښانه وي. څو قطبي نړیوال سیستم کولای شي چې په سیمه او نړۍ کې سوله او ثبات تجربه کړي او د سیمې او نړۍ په کچه په لوی لاس د جګړو د رامنځته کېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

دا د پاملرنې وړ ټکی دی چې رئیس شي جين پينګ په ملاقاتو کې ويلي  چې چين او روسيه د عدالت په موخه د تودو مسئلو د سیاسي حل لپاره هلې ځلې کوي. دواړو خواوو موافقه کړې چې دا سمه لاره ده چې په سياسي لارو چارو د اوکراين بحران حل شي. مخکې ولسمشر پوتين هم بهرني خبري رسنيو ته  ويلي و چې د دې بحران د حل لپاره د چين له لايحې سره موافق دی. د تودو مسئلو د حل و فصل لپاره د چین د رول د يادونې په ترڅ کې ښاغلي ذکريا همدارنګه ويلي چې چین د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، چې دا یې په عمل کې هم ثابته کړې او په هېڅ هېواد کې د جګړې د پراختیا پلوی هم نه دی. د چین سوله ییز اقتصادي پرمختګ، د نړۍ د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د سوله ییز ثبات یوه ښه بېلګه ده. له همدې امله چين په منځني ختیځ کې د شخړو د سوله ییز حل په ګډون هڅه کوي چې د اوکراین  بحران د پای ته رسولو لپاره سیاسي حللاره پیدا کړي. چین کولای شي د ځانګړي میکانیزم په ترڅ کې د روسي او اوکرایني چارواکو ترمنځ د باور رامنځته کولو په موخه په چین او یا هم بل درېیمګړي هېواد کې منځګړیتوب وکړي، چې دوامداره ناستې کولای شي د روسیې او اوکراین ترمنځ د باور چاپېریال رامنځته کړي او د سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره خپل مهم خدمتونه وکړي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In