د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ د حکومت هغه پلان په لنډمهالي ډول ځنډولی، چې له مخې یې ټاکل شوې وه یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي. امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د نیویارک فدرالي قاضي والري کاپروني دغه حکم د نومبر پر درېیمه صادر کړی او د شنبې تر ورځې به نافذ وي. د راپور له مخې، د امریکا د کانګرېس ۶۶ غړو خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د دغو کډوالو ستنول ښايي هغوی د ځورونې، شکنجې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ کړي. په همدې حال کې، د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «افغانایواک» اعلان کړی، چې د افغانانو د ایستلو لپاره پلان شوې الوتنه د پراخو فشارونو له امله ځنډول شوې ده. دغه سازمان ټینګار کړی، چې دا ځنډ د ستونزې د بشپړ حل په معنا نه دی؛ ځکه افغانان لا هم په توقیف کې دي او د هغوی د ایستلو پلان په رسمي ډول نه دی لغوه شوی.































