د ايران د ملي امنیت د عالي شورا مشر محسن رضایي د سپتمبر په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ، قطر د منځګړي په توګه امريکايي لوري ته د مذاکراتو په اړه د ايران شرايط سپارلي او هېواد يې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځواب ته منتظر دی.
نوموړي د قطر الجزیرې ټلويزيون ته د خبرو لپاره د ايران شرايط د دغه هېواد پر ضد د امريکايي جنګونو ختمول، د کنګل شويو ايراني سرمايو ازادېدل او د ټولو سمندري بنديزونو پای ته رسېدل ښودلي دي. هغه ويلي، ايران به له قطر او پاکستان سره خپلو سلامشور ته دوام ورکړي.
د ده په خبره، ايران تر اوسه د ذروي وسلو د نه خپراوي له تړونه د وتلو پرېکړه نه ده کړې.































