د ترکيې خارجه وزير هاکان فيدان د سپتمبر په ۱۹مه نېټه ويلي، له دې امله چې سعودي عربستان په دې وروستيو کې له بريدونو سره مخ شو، ترکيه به د خپلې کړې ژمنې له مخې تر خپلې وسې پورې ورته د پوځي تخنيکونو مرستې برابرې کړي.
نوموړي د ترکيې يو ټلويزيوني پروګرام ته څرګنده کړه، د مکې ګډ دفاعي تړون لاسليک کوونکي هېوادونه اوس پر سعودي عربستان د يمن بريدونو ته پام کوي. ”موږ په دغه مسئله کې يووالی لرو او په تړون کې مو اړوندې مادې ليکل شوې، نو خپلې ژمنې به پوره کړو. “ هغه د نفتو پر زيربناوو د شويو بريدونو سخته غندنه کړې ده.































