د چين او امريکا د مشرانو په وروستۍ ليدنه کې د هغې جګړې تاريخ چې ۸۱ کاله وړاندې شوې وه، يو ځل بيا ويادول شوه. رئیس شي جين پينګ په دې ليدنه کې وويل، چين او امريکا اوږه په اوږه د فاشیزم او پوځي پالنې سره مقاومت کړی و او اوس باید د دويمې نړيوالې جګړې د بريا لاسته راوړنې په ګډه ښې خوندي وساتي. ولسمشر ټرمپ هم همدا تاريخ ياد کړ. د دواړو هېوادونو له لوري خپاره شوو اعلاميو کې هم داسې ليکل شوي: د دواړو هېوادونو مشرانو دواړه هېوادونه د دويمې نړيوالې جګړې متحدين يادولي دي.
۸۱ کلونه تېر شوي دي، ولې خلکو دغه تاريخ بیا هم په کراتو یاد ساتلی کړی؟ ځکه د جګړې يادونه هېڅکله د جګړې له پای سره نه ورکېږي او ځينې خلک هڅه کوي چې دا يادونه له منځه يوسي.
د جاپان پخواني لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا یو وخت د خپل ژوند یوه د پام وړ خاطره بیان کړې وه. شل کاله وړاندې، کله چې ایشیبا د جاپان د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کوله، هغه سنګاپور ته سفر وکړ او هلته یې د دغه هېواد له پخواني صدراعظم لي کوان یو سره ولیدل. لي له ایشيبا څخه وپوښتل: “ایا ته پوهېږئ چې جاپان د جګړې پر مهال پر سنګاپور څه کړي وو؟” ایشیبا په ځواب کې هغه څه بیان کړل، چې د جاپان په تاریخي درسي کتابونو کې یې لوستي وو. د دې خبرې په اورېدو سره، لي بيا وپوښتل: “ایا ته یوازې همدومره پوهېږئ؟” ایشیبا وروسته له لي سره دا خبرې اترې د جګړې د تاریخ په اړه د خپل پوهاوي لپاره د یو “پیل ټکي” په توګه یادې کړې، ځکه هغه داسې مهم حقیقت ته متوجه شوی: “حتی که موږ دا هر څه هېر کړي هم وي، خو د نورو سيمو خلک دا نه هېروي.”
د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي د روان کال د اګست په ۱۵مه نېټه د جګړې د قربانیانو لپاره په ملي یادغونډه کې وینا وکړه او څرګنده یې کړه: “د جاپان نننۍ سوله او سوکالي د جګړې د قربانیانو د ژوند او د هغوی د کړاوونو پر تاریخ ولاړه ده”، هغې دغه راز دې ته “ژور درناوی او مننه” څرګنده کړه، خو هغې په خپلو خبرو کې د “پښېمانۍ” یادونه ونه کړه. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال، هغه وخت لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا په همدې مراسمو کې په خپله وینا کې په ښکاره توګه د “پښېمانۍ” کلمه کارولې وه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سانای تاکایچي يادې څرګندونې ته په غبرګون کې وویل چې سانای تاکایچي ” تېرو درسونو ته له بيا کتنې ډډه کوي، د تیري په برخه کې د مسؤلیت مسئله پټوي او هڅه کوي چې تاریخ شاته وګرځوي. ښاغلي شیګیرو ایشیبا هم په ډاګه وویل: “ایا موږ واقعاً له دې پرته پرمخ تللی شو؟” هغه استدلال وښودل چې که د جګړې پر لاملونو فکر ونه کړو، “نو موږ څنګه کولی شو درس ترې واخلو؟جاپان باید څه وکړي چې په سمه توګه هغه جګړه په یاد وساتي؟ یا په بل عبارت، ایا جاپان په رښتیا هغه تاریخ “په یاد لري”؟
سنګاپور د ۱۹۴۲ کال د فبرورۍ له ۱۵ مې نېټې څخه د درېیو کلونو او اوو میاشتو لپاره د جاپاني پوځي اشغال تر واک لاندې ژوند تېر کړ. په دې موده کې ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل شول او د فاشیزم ضد متحدینو جنګي اسیران او ملکي وګړي له توقیف او ناوړه چلند سره مخ شول. د ۲۰ مې پېړۍ له پنځمې لسیزې څخه تر شپږمې لسیزې پورې په سنګاپور کې د ښاري پرمختیا پر مهال په بېلابېلو ځایونو کې ډله ییز قبرونه وموندل شول، چې د اشغال په دوره کې د قربانیانو جسدونه پکې وو. د هر کال د فبرورۍ په ۱۵مه په دې ځایونو کې د یادګار مراسم ترسره کېږي.
د فلیپین اړوند خاطرې تر دې هم خونړۍ دي. د مانیلا جګړه نږدې یوه میاشت، یانې د ۱۹۴۵ کال د فبرورۍ له ۳مې څخه د مارچ تر ۳مې پورې روانه وه. د فلیپین رسمي اسناد ښيي، چې په دې جګړه کې تر ۱۰۰ زرو ډېر فلیپیني ملکي وګړي ووژل شول. تر دې مخکې، په ۱۹۴۲ کال کې د جاپان له لوري د فليپين د باتان ټاپو وزمې له يرغل کېدو وروسته، شاوخوا ۷۰ زره فلیپیني او امریکايي جنګي اسیران اړ شول، چې د “باتان د مرګ مارش” بشپړ کړي، چې شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره اوږد مزل و او په ترڅ کې یې ګڼ شمېر اسيران مړه شول. دا د “جګړې تلفات” نه وو، بلکې ډله ییزه وژنه وه.
د دې جګړې په اړه د امریکا خاطره له پرل هاربر بندر سره پیلېږي. جاپان د ۱۹۴۱ کال د دسمبر په ۷ مه نېټه پر پرل هاربر بندر برید وکړ، چې ۲۴۰۳ امریکايي پوځیان او ملکي وګړي پکې ووژل شول، ۱۱۷۸ کسان ټپیان شول او ۱۸۸ الوتکې یې ویجاړې شوې. د هر کال د دسمبر په اوومه نېټه په امريکا کې د دې پېښې د يادونې فعاليتونه تر سره کېږي.
په چین کې، د جاپاني پوځي تېري له امله رامنځته شوي ټپونه خورا ژور دي. له ۱۹۳۱ کال څخه تر ۱۹۴۵کال پورې ۱۴ کلونو کې د جاپان د اشغال له کبله له ۳۵ میلیونو څخه ډېرو چیني پوځیانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. هغه تاریخ چې پکې د جاپاني تېري کوونکو له لوري د چين په نانجینګ ښار کې شوې عامه وژنه، د جاپان ۷۳۱مې قطعې د میکروبي وسلې کارونه، د جنسي خدمتونه ورکوونکو ښځو په توګه د چیني مېرمنو جبري ګومارنه او د جبري کار اخیستل پکې شامل دي، تر نن ورځې پورې هم پر بې شمېره کورنیو دردمنې اغېزې لري.
يادې تاريخي پېښې دا حقیقت ښيي، چې جاپان خپل درسي کتابونه په خپله ټاکلی شي او لومړۍ وزيره يې کولی شي چې په خپله وينا کې (پښېمانۍ) کلیمه ونه کاروي، خو هغوی نه شي ټاکلی چې د نورو هېوادونو خلک څه په ياد ولري.
د يادونې وړ ده چې امريکا ته د چين د دولت رئیس د وروستي رسمي سفر پر مهال د دواړو هېوادونو پوځي ادارو هوکړه وکړه چې د دويمې نړيوالې جګړې په موده کې په چين کې د ورک شویو امريکايي پوځيانو د جسدونو د پيدا کولو په برخه کې به همکارۍ ته دوام ورکړي.
وخت به د هېڅ یوه ملت لپاره تاریخ له منځه یونه سي. ایا جاپان په رښتیا تاریخ هېر کړی؟































