ایران او ازبکستان هڅه کوي چې د افغانستان په بازار کې خپله ونډه پراخه کړي. ایران غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیارده ډالرو او ازبکستان یې پنځو میلیارده ډالرو ته لوړه کړي او په همدې موخه یې په وروستیو میاشتو کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او پانګونې د جلب لپاره ګڼ پلاوي کابل ته استولي دي. د راپورونو له مخې، ازبکستان په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۴ څخه زیاتو سوداګریزو او اقتصادي پلاوو افغانستان ته سفرونه کړي او د څلور میلیارده ډالرو په ارزښت یې څه باندې ۲۹۰ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي. په ورته مهال، د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ هم د ۴۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۸ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې څلور میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.































