د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په لوګر، ننګرهار، لغمان، بلخ، کابل او کندهار ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژې د اته نیم میلیارده افغانیو په ارزښت روانې دي. د دغه شرکت د ویاند محمدصادق حقپرست په وینا، تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به د دغو پروژو له یو شمېر هغو څخه ګټه اخیستنه پیل شي او په راتلونکي یو تر یو نیم کال پورې به یې په پلي کېدو کې د پام وړ پرمختګ وشي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغو پروژو موخه د لمریزې انرژۍ له لارې د برېښنا تولید او د هېوادوالو د برېښنايي ستونزو د یوې برخې هوارول دي.































