چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

بین الافغاني مذاکرات؛ د جمهوریت ظرف چې خالي به پاتې شي!

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

اکتوبر 4, 2020
in لیکنې
0 0

د امریکا شل کلن یرغل، نیواک او استعمار زموږ له ملت څخه د پېړیو خوښي، سکون، فرصتونه، ارمانونه او د ګډ سباوون او ګډ افغانستان جوړولو سپېڅلې هیلې تالا کړې، دربدره یې کړو، تر کډوالۍ یې ورسوو او د یوه ملت هر جدجهد یې په بلواکۍ لاهو او محکوم کړ.

په همدې موخه امریکا او ملاتړي یرغلګري سفارتونه یې په کابل کې موږ  د جاسوسۍ د تولید، د نفرتونو د خپرولو او د تپلواکۍ د دوام او روزلو ځالې بولو او پر دې باور یو چې تر کله هم د دوی کرغېړن وجود پای ته ونه رسیږي، د دې سفارتونو او سیاسي استازولیو شتون افغان ملت، زموږ ازادۍ او حتی د دې خاورې عزت او د تاریخ عزمت ته سپکاوی دی.

ولې زموږ  د دې افغان درک خلاف، پر امریکایي لات او عزاء تکیه کوونکي او له بهره وارد شوي او یا د هغوی په شتون کې د زردارو خاوندان بیا داسې نه انګیري، پر جګړې ټینګار کوي، افغانستان امن او ګل ګلشن ګڼي او لا اوس هم د پردو شتون د وطن د بقاه په نوم تفسیروي او طالبان د امریکایي او پردیو شرایطو منلو ته رابولي، سولې ته خنډونه راولاړوي او بالاخره لا اوس هم د پردو وسیله او له افغان دریځه د اروپا او امریکا د بلچارو او ورځچارو ګټو توجیه کوونکي دي.

خبره تر بین الافغاني مذاکراتو او په دوحه کې د افغان مذاکراتي پلاوي د یوه غړي تر خبرو او دلته په کابل کې د ډاکتر غني د جمهوریت په نوم د آمریت د لومړي مرستیال صالح تر هغو ویناوو او دریځونو را یاده شوه، چې وایي جمهوریت ورته سره کرښه ده، د اساسي قانون له بابونو نه تېرېږي، ښځې دې هم د میوند د ملالې په څېر نه؛ بلکې د پرموټ حقونه دې ورته خوندي وي، لنډمهاله حکومت هم نه منو او د ۲۰۰۱ کال په څېر چې طالب ته یې یوازي د مرګ او زندان انتخاب ورکړی و، هغه حکومت غواړو.

اوس د جمهوریت امریکایي لوښی ګرځوي او د غني د مذاکراتي پلاوي د یوه غړي ډاکتر امین احمدي په خبره، دوی قطر ته تللي څو دغه غټ ظرف ډک کړي.

واقعیت او د جمهوریت د ظرف لېږدوونکو ظرفیت

د جمهوریت د ظرف (لوښي) ډکوونکو د هوا ګزوونکو دریځونو خلاف، د افغان– امریکا جګړې د پای ته رسولو پر مهال له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو پر مهال ډېر داسې دریځونه مات شول، چې د جمهوریت د بقاه، حیثیت او تعریف په دریځ کې د جمهوریت اوسني خیالي شرایط له پیله ناقص، مات، بې ارزښته او د یوه عادي امریکایي فشار په پایله کې دړې وړې شوي دي.

د بېلګې په توګه، د جمهوریت د مدافعانو استدلال دا و چې روانه جګړه بین الافغاني ده، بناً طالب باید یوازې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، له امریکا سره د خبرو کول یې خیالي بحث باله، مګر امریکا لاړه له طالب سره یې خبرې پیل کړې، د خبرو پر مهال یې دا ډنډوره غږوله چې امریکایان غواړي د بین الافغاني خبرو لپاره لاره پرانیزي؛ که نه، د طالب اصلي طرف خو دوی دي او که امریکا داسې ونه کړي، نو دا په دې مانا چې زموږ خپلواکۍ ته سپکاوی کوي، امریکایانو نه یوازې له طالب سره د خپلو عسکرو د وتلو بحث وکړ؛ بلکې یوه داسې هوکړه یې ورسره لاسلیک کړه چې نړیوال مشروعیت یې خپل کړ، امنیت شورا هغه ومنله، سترو قدرتونو کاناډا او اروپا هغه تایید او روسیې، چین، امریکا او ایران یې په ملاتړ مشترکې اعلامیې صادرې کړې او په دې هوکړه کې امریکا او یرغلګرو ملاتړو یې حتی له طالبانو سره تر سولې وروسته د افغانستان په حکومتواله او د نظام د ډول پر څرنګوالي هم د افغانستان د اسلامي حکومت په نوم ومنل او له دې سره د امریکا په فشار د جمهوریت مدافعانو د طالبانو زرګونه اسیران چې یوازې د وطن د ازادۍ په ګناه، د امریکایي نیواک د نه منلو په سزا او د پردو د شړلو په تور نیولي وو، ازاد کړل.

په دغه جریان کې د طالبانو د انشعاب او پاشلو ظالمانه هڅې چې د داعش په څېر د وحشتکارو تکفیري ډلو رامنځ ته کول یې بېلګه ده، وشوې، ملا منان نیازی یې د ملي امنیت د اپراتیفي پیسو په زور د هرات په دښتو کې یاغي ګرۍ ته وهڅاوه، د طالب رهبرانو په نښه کولو کې یې همکاري وکړه، د جګړې د ګټلو په پاره د بمونو د مور په نوم بمونه وکارول شول، د جګړې اعلانونه وشول، بندیان بمبارد شول او د ولسمشر د لومړي مرستیال صالح دنده د یوه اپراتیفي جاسوس غوندې د ارګ د مرستیالۍ پر ځای د طالب غندلو، بد پېژندلو او د سولې او امن خلاف د پریزنټیشن ورکوونکي ته تنازل وکړ.

دغه ډول امنیتي کردارونه، د جمهوریت په نوم آمریتي دریځونه، چارې او دسیسې د دې ښودنه کوي چې د طالب دا باور چې که په افغانستان کې هر ډول بدلون راځي، نو هغه د یوه نوي نظام او جوړښت له راتګ څخه بغیر ناممکن دی؛ بیخي سم دی. دا ځکه د جمهوریت دا پردی ظرف او د ظرف لېږدوونکو ظرفیت د سیال او خپل اختیاره افغانستان له سترې سینې او تاریخي عزت او عزمت څخه خورا وړوکی، محدود او کوچنی دی.

پر همدې بنسټ د جمهوریت په نوم د آمریت‌پالو مخینې، مقاومت او ظرفیت ته په کتو، پر دې باور یم چې په دوحه کې د جمهوریت ظرف به کله هم ډک نه شي، بلکې مات به شي، ټوټه ټوټه به شي او د تاریخ خځلدانې ته به واچول شي.

افغانستان د یوه تاریخ او افغانان د یوه غښتلي ملت په توګه د پراخې تمدني شتمنۍ لرونکي دي، دوی به انشاالله ډېر ژر پر خپلو بنسټونو، روایتونو، مزاجونو او د خپل حال او ظرفیت او ظرافت په وجود کې د یوه سوچه اسلامي، یوه مقتدر سیاسي او یوه ټول‌منلي ملي نظام او سیال حکومتواله څښتنان شي.

Share9Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عراقچي: امریکا د خپلو موخو له ناکامۍ وروسته پر ایران نوي بندیزونه لګوي

سپتمبر 9, 2026

یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

سپتمبر 9, 2026

افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

سپتمبر 9, 2026

اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In