اروپايي ټولنې څو ورځې مخکې له چین غوښتي و چې په خپله خوښه اروپا ته د هایبرډ موټرو صادرات محدود کړي، که نه، د چین پر دغو موټرو به ښايي نوې لوړه تعرفه وضع شي.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند د سپتمبر په ۱۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې په دې اړه د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، د اروپايي ټولنې یاده غوښتنه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له مقرراتو، د بازاري اقتصاد له نظم او د مساوي سیالۍ له اصولو څخه جدي سرغړونه کړې. نو چین ورسره ټینګ مخالفت کوي.
نوموړي ویاند زیاته کړه، چین تل دا دریځ لري چې له اروپا سره د اختلافاتو ټولې حللارې باید د دواړو لوریو د ګټو مساوات وساتي، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له مقرراتو او د خپل هېواد له قوانینو سره سمون دې ولري او د دواړو خواوو د صنعت ګټو ته دې پاملرنه ولري.































