د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د بېجینګ او واشنګټن د راتلونکو سوداګریزو مذاکراتو په اړه د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، د چین او امریکا د توافق له مخې، د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړی او مرستیال صدراعظم هه لي فنګ به د روانې میاشتې له ۱۹مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د یوه چیني پلاوي په مشرۍ امریکا ته لاړ شي او له امریکايي پلاوي سره به اقتصادي او سوداګریز مذاکرات وکړي.
دواړه خواوې به د دواړو مشرانو د مهمو ګډو نظریو په لارښوونې د پاملرنې وړ اقتصادي او سوداګریزو مسئلو په اړه مشورې وکړي.































