د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل وایي، هېڅوک نه شي کولی د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د نړۍ د بل کوم هېواد پر ضد وکاروي. تکل د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د پاکستان حکومت په ورته دریځونو سره هڅه کوي پر افغانستان داسې غوښتنې تحمیل کړي چې د نوموړي په وینا، نه معقولې دي او نه مشروع. بلخوا، اسحاق ډار په خپلو وروستیو څرګندونو کې له ا.ا غوښتي چې اجازه ورنه کړي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره وکارول شي.































