د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د پراخېدو او په دې شخړه کې د هند یا روسیې د ښکېلتیا پر ځای، غوره لار د کړکېچ کمول او د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړې ته رسېدل دي. خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، کابل او اسلاماباد باید داسې هوکړه وکړي چې له مخې یې دواړه هېوادونه ژمن شي، هېڅ فرد یا ډلې ته، اجازه ورنه کړي چې د دوی خاوره د یو بل پر ضد وکاروي. نوموړي زیاته کړې، اوس د پاکستان وار دی چې په دې برخه کې عملي ګام واخلي.































