شنبه, سپتمبر 12, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

خواږه کچالو، چيني دوديز طب، زاڼې او په يوه کښتۍ کې ګډه سپرلي– هغه کليمې چې شي جين پينګ د ايپېک غړو د همکاريو د لرلید لپاره کارولي

اکتوبر 31, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳۰مه د کوريا جمهوريت د ولسمشر لي جای ميونګ په بلنه د ايپېک د مشرانو په ۳۲ مه غير رسمي غونډه کې د ګډون او له کوریا جمهوريت د رسمي ليدنې لپاره دغه هېواد ته رسېدلی دی.

شي جين پينګ له ۲۰۱۳ م کال راهیسې څو ځلې د ايپېک د مشرانو د غير رسمي غونډو مشري او يا يې هم پکې ګډون او ويناوې کړې دي. هغه په خپلو ويناوو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د هېوادونو ترمنځ د همکاريو ښه لرليد بيان کړی او د دې سيمې د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه يې ژور فکر ښکاره کړی دی.

شي جين پینګ د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې په پیرو کې د ايپېک صنعتي او سوداګريزو مشرانو سرمشريزې ته په وينا کې وويل: ”د خوږو کچالو څانګې هر لوري ته غځېږي، خو ثمره يې په رېښو کې پاتې وي. نو همدې ته په کتو، که د چين پرمختګ هرې سويې ته رسيږي، رېښې به يې په اسيا او ارام سمندر کې وي او د دې سيمې د ابادۍ او ښېرازۍ په هڅه کې به وي.“

شي جين پينګ د ”خواږه کچالو“ کليمه، چې د کر سرچېنه يې لاتيني امريکا کې ده، په اسيا او ارام سمندر کې د چين د رېښې لپاره کارولې، چې د دې سيمې له هېوادونو سره د چين د ګډې ودې هوډ ترې ښکاري.

چين په ۱۹۹۱م کال کې د ايپېک غړیتوب اخیستی او له همغه وخت راهیسې یې د دې سيمې د ازادې سوداګرۍ او اسانې پانګونې لپاره هڅې کړي او د دې سازمان د ډېرو غړو مهم سوداګریز همکار او صادراتي بازار پاتې شوی دی.

د ۲۰۲۵م کال په لومړيو درېيو ربعو کې د ايپېک له نورو اقتصادونو سره د چين د وارداتو او صادراتو پيمانه ۱۹.۴۱ ټريليونه يوانه ښودل شوې، چې دغه شمېر د چين د وارداتو او صادراتو په حجم کې ٪ ۵۷.۸ جوړوي.

شي جين پينګ د اسيا او ارام سمندر د هېوادونو اتصال ډېر مهم بللی او د اهميت د یادولو په ترڅ کې يې د چيني دوديز طب يوه تيوري هم ويلې ده: که د انسان د ساه او وينې دوران له خنډ پرته روان وي، نو وجود به يې درد نه کوي، که درد احساسوي، نو پدې مانا ده چې د ساه او يا د وينې دوران یې له خنډونو سره مخ دی.

تراوسه د ايپېک تر نيمايي زیاتو غړو د چين په نوښت د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې ګډون کړی، چې په چوکاټ کې يې د جاکارتا – باندنګ ګړندۍ رېلوې، چين- لاوس رېلوې او ډېرې نورې نمونوي پروژې د اسيا او ارام سمندر سيمه کې ترسره شوي او د اتصال د پیاوړتيا له لارې د دې سيمې اقتصادي دوران له خنډ پرته ساتل شوی دی.

بېجينګ په ۲۰۱۴م کال کې د ايپېک د مشرانو د ۲۲مې غير رسمي غونډې کوربه و. شي جین پينګ د دې غونډې پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې د ايپېک ۲۱ غړي له  ۲۱ زاڼو سره تشبيه کړل او ويې ويل: (( مونږ نن د يانشي جهیل پرغاړه د دې لپاره راغونډ شوي یوو چې همکارۍ تقويه کړو، په ګډه والوځو او د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ نوی لرلید وليکو.)) هغه د وينا په پای کې د ايپېک د غړو د يووالي پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل: (( په يو ګل نه پسرلی کېږي او يوه زاڼه کتار نه جوړوي.))

د ايپېک د صنعتي او سوداګريزو مشرانو سرمشريزه د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې د پاپوا نويګيني په پلازمېنه پورټ بورزبي کې په يوه بېړۍ کې ترسره شوه. شي جين پينګ دې غونډې ته په وينا کې وويل: ” مونږ په يوه کښتۍ کې يو او پرمختګ او همکارۍ په ګډه پلانوو، دا ډېر ځانګړی ارزښت لري.“

نوموړي له بېلا بېلو لوريو غوښتنه وکړه: ” سټرينګ ټينګ ونيسئ، لوري دقیق کنټرول کړئ، په ګډو هڅو هنډلونه ووهئ او د باد او اوبو څپو پر وړاندې پرمخ ولاړ شئ.“

د اسيا او ارام سمندر د سيمې نفوس د نړۍ يوه پر درېیمه برخه نیسي، اقتصاد یې د نړيوال اقتصاد تر ٪ ۶۰ زياته برخه او سوداګري يې د نړيوالې سوداګرۍ نږدې نيمايي برخه جوړوي، دغه سيمه د نړۍ له ډېرو حياتي ځواک لرونکو سيمو او انجنونو څخه شمېرل کېږي او د سيمه ييز اقتصاد د يووالي په برخه کې په مخکښ ځای کې قرار لري.

شي جين پينګ د ايپېک له غړو غوښتي، چې د سولې، ورخلاصون او ټولشموليت او متقابلو مرستو پر اساس پرمختيايي لارې غوره کړي.

سوله يیزه، سمسوره او ښکلې اسيا او ارام سمندر سيمه څنګه جوړېدای شي؟

شي جين پينګ په ۲۰۲۰م کال کې په انلاين ډول د ايپېک په غونډه کې د دې سازمان له غړو وغوښتل چې خپلمنځي همکارۍ نوې مرحلې ته يوسي او د ورخلاصون او ټولشموليت، نوښتګرې ودې، متقابل اتصال او ګټې– ګټې همکارۍ پر اساس د سيمې د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.

په همدې غونډه کې د ۲۰۴۰م کال لپاره د ايپېک د پوتراجايا لرلید هم تصويب شو او پلان یې وړاندې کړ، چې تر ۲۰۴۰ م کال پورې د دې سيمې د ګډ برخليک او حياتي ځواک لرونکې، پياوړې، سوله يیزه او پرانیستې ټولنه جوړه کړي.

 د ايپېک پر جوړېدو شاوخوا ۳۰ کلونه اوښتي. د اسيا او ارام سمندر د سيمې د اقتصادي پرمختګ يوه مهمه تجربه دا ده، چې ورخلاصون او ټولشموليت، متقابلې زده کړې او مشارکت ته ارزښت ورکول کېږي.

چين د ايپېک په پلېټفورم کې د ګډ برخليک ټولنې مفکورې له مخې د سیمې همکاريو ته پرله پسې خوځنده ځواک او فرصتونه ورکړي او خدمتونه یې کړي دي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
شنبه, سپتمبر 12, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In