د خوست د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، په موسیخېلو او ګربزو ولسوالیو کې د شاوخوا ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت څلور پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالولي شریفي ویلي، چې دغه پروژې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په مالي ملاتړ پلې شوې دي. د ریاست مرستیال مولوي ریحانالله سنان د پروژو بشپړېدل د سیمې د خلکو لپاره مهم پرمختګ بللی او له خلکو یې غوښتي، چې له جوړو شویو عامه تاسیساتو سمه ګټه واخلي او د ساتنې او مراقبت په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.































