د اروپايي ټولنې مشرانو د نومبر په ۱۳مه نېټه د ایرلنډ په پلازمېنه دوبلین کې غیررسمي غونډه ترسره کړه. ګډونوالو په دې اړه بحثونه وکړل چې څنګه د مصنوعي ځیرکتیا په اتکا د اروپا د سیالۍ وړتیا لوړېږي، د اوکراین په سوله ییزو خبرو کې د اروپا د ګډون د استازو پر ترتیب یې موافقه کړې ده.
دا لومړی ځل دی چې د اروپايي ټولنې مشرانو پر مصنوعي ځیرکتیا بحثونه وکړل.
د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا ون در لین وویل، د دې کمېسیون د ارزونې له مخې، اروپا په مصنوعي ځیرکتیا کې د تکنالوژۍ د خپلواکۍ د عملي کولو لپاره لږ تر لږه ۵۰۰ میلیارده یورو پانګونې ته اړتیا لري.
بله خوا، د ګډونوالو د موافقې له مخې، د اوکراین په سوله ییزو خبرو کې د اروپا پلاوی به د اروپايي ټولنې ارګان او د برېټانیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا او پولنډ لخوا جوړ شي.































