د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اطلاعاتو امر احسانالله احسان وايي، د ازبکستان د خصوصي سکټور یو لوی سوداګریز پلاوی، چې لسګونه سوداګر او پانګوال پکې شامل دي، نن کابل ته راځي. د نوموړي په وینا، دغه پلاوی به له افغان سوداګرو او پانګوالو سره په یوه ګډه سوداګریزه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي. ټاکل شوې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا په موخه یو شمېر هوکړې هم لاسلیک شي. تمه ده چې دغه لیدنه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې لپاره د نویو فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.































