قرغیزستان کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې دویمه غونډه د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان د استازو په ګډون جوړه شوې ده. د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او بشري وضعیت، د سیمې پر ثبات د دغه وضعیت د اغېزو او له افغانستان سره د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. ګډونوالو له افغانستان سره د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او د ګډو پروژو پر عملي کېدو ټینګار کړی دی. همداراز، د سیمې استازو د ترهګرۍ، افراطیت، له پولو هاخوا جرمونو او د نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره د سیمهییزې همغږۍ پر پراختیا ټینګار کړی او له ا.ا سره یې تعامل د سیمهییزو همکاریو لپاره مهم بللی دی.































