یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د اسرائيل او ایران په جګړې کې د امريکا ښکېلتيا به د منځني ختيځ وضعيت لاسخت کړي

جون 23, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۲۱مې نېټې ومنله، چې ځواکونو يې د ايران پر درېيو اټومي تاسيساتو بريدونه کړي دي.

د کارپوهانو په اند، امريکا د اسرائيل او ايران په جګړې ورګډه شوې او د منځني ختیځ وضعيت يې نور هم پسې سخت کړی، چې دا به نه يوازې په سیمې، بلکې پر نړۍ هم پراخې بدې اغېزې ولري.

د ټرمپ حکومت لوی قيمار

ډونالډ ټرمپ د جون په ۲۱مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې ځواکونو يې د ايران درې « فردو، نطنز او اصفهان» اټومي تاسیسات له منځه وړي دي.

د امريکا فوکس نيوز په همدې ورځ پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو د ايران پر فردو اټومي تاسيساتو په بريدونو کې شپږ هغه ويجاړوونکي بمونه، چې د ځمکې لاندې د تاسيساتو دننه چاودېږي، کارولي او د دغه هېواد پر نورو اټومي تاسيساتو يې دېرش توغندي ويشتلي دي.

تسنيم خبري اژانس د جون په ۲۲مې نېټې د ايراني چارواکو په قول ويلي، چې امريکا د ايران پر درېیو « فردو، نطنز او اصفهان» اټومي تاسيساتو بريدونه کړي دي.

د ايران په پارلمان کې د قم ولايت استازي محمد منان ريسي رسنيو ته ويلي، چې د امريکايي ځواکونو په بريدونو کې د فردو اټومي تاسيسات ډېر نه دي زيانمن شوي.

نیويارک ټايمز د ايران پر اټومي تاسيساتو د امریکا هوايي بريدونه لوی او خطرناک قيمار بللی دی.

خبر وايي، د ټرمپ د حکومت دغه قيمار په امريکا او هم د جمهوريپال ګوند دننه پراخ غبرګونونه او نيوکې راپارولې دي.

د امريکا د استازو جرګې د لږکيو ګوندونو مشر او د ډيموکراتيک ګوند غړي خاکیم جفريس رسنيو ته ويلي، چې ټرمپ د کانګرېس له اجازې پرته پر ايران پوځي عمليات ترسره کړي او امريکا يې د منځني ختيځ په جګړې کې ښکيله کړې ده.

د امريکا په استازو جرګې کې د جمهوريپال ګوند غړي توماس ميسي پر ډونالډ ټرمپ توندې نېوکې کړي او نوموړی یې له اساسي قانون څخه په سرغړونې تورن کړی دی.

د سيمې امنیتي وضعيت نور هم ترينګلی شوی

د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د جون په ۲۲مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو د امريکا بريدونه وحشتناک او بې رحمه بللي او په خبره يې، دا به بدې پایلې ولري.

نوموړي ليکلي، ايران مشروع حق لري، چې د خپل ملي حاکميت او ګټو دفاع وکړي او د خپلو خلکو امنيت وساتي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټرېش په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د ايران پر اټومي تاسيساتو د امريکا بريدونو د سیمې وضعيت سخت کړی او هم يې نړيواله سوله او امنیت ګواښلي دي.

شنونکي پر دې اند دي، چې د امريکايي ځواکونو بريدونه به د شخړې د لا ترينګلتيا سبب وګرځي او دغه شخړه به نورو سيمو ته هم وغځېږي او د منځني ختیځ وضعيت به نور هم ترينګلی کړي.

پوځي عمليات او بريدونه ستونزې او شخړې نه شي حلولی

کارپوهان او شنونکي پوځي زور د نړيوالو اختلافونو د له منځه وړلو لپاره سمه لار نه بولي او پر دې اند دي، چې ښکېلې خواوې باید د خبرو اترو له لارې د ایران اټومي مسئلې ته د حل لاره ولټوي.

د ايران د اټومي انرژۍ سازمان د جون په ۲۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، هېواد يې پلان نه لري چې پر اټومي تاسيساتو د امريکا تر بريدونو وروسته د خپلو اټومي چارو پرمختګ ودروي.

 کارپوهان وايي، د ایران پر اټومي تاسيساتو د امریکا د بريدونو له کبله به دغه مسئله لا پېچلې او سخته شي. دوی وايي، ښايي ايران اوس له خپلو اټومي پروژو څخه لاس وانخلي او د اټومي وسلو د څېړنو او ډيزاين اراده به یې نوره هم ټينګه شي.

شنونکي خبرې اترې او مذاکرات د ايران د اټومي مسئلې د حل بنسټيزه لاره يادوي او پر دې اند دي، چې ښکېلې خواوې باید د ایران اټومي مسئله په ډيپلوماتيکو او سیاسي لارو هواره کړي.

د فلسطين د سياسي چارو شنونکی عصمت منصور پر دې اند دی، له پوځي زوره ګټه اخيستل او وروستی خبرداری ستونزې او مسئلې نه شي حلولی او يوازينۍ لاره يې دا ده، چې ښکېل لوري په سياسي او ډيپلوماتيکو لارو ستونزې هوارې کړي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In