سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د افغان حکومت او امریکا ترمنځ را ټوکېدونکې بې‌باوري

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

اپریل 1, 2019
in لیکنې
0 0

څو ورځې وړاندې (۱۳۹۷ لمریز کال د کب په ۲۳مه) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په واشنګټن کې د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد توندې نیوکې وکړې. نوموړي پر خلیلزاد تور پورې کړ، چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې له روان بهیر څخه افغان حکومت څنډې ته کړي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ډول څرګندونې د کابل ـ واشنګټن د اړیکو او افغان سولې بهیر په زیان وبللې او له کبله یې حمدالله محب احضار کړ.

په همدې تړاو رویټرز خبري اژانس بيا د ځينو سرچینو په حواله ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ډېوېډ هيل له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې کړې او ورته ویلي يې دي، چې “له دې وروسته په واشنګټن کې له محب څخه هر کلی نه کېږي او متحده ایالات نه غواړي له هغه سره په کابل او یا واشنګټن کې همکاري ولري.”

د حمدالله محب له لوري د افغان سولې په تړوا د امریکا پر دریځ نیوکې او پر خلیلزاد د واک طلبۍ تورونه، داسې مهال دي، چې د امریکا ـ طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې افغان حکومت ځای نه لري او له دې پروسې ناخوښ دی.

دلته مو د امریکا په اړه د ملي یووالي حکومت پر بهرني سیاست، د کابل ـ واشنګټن د اړیکو پر خرابوالي او د دواړو لورو د اړیکو پر راتلونکي بحث کړی دی.

د واشنګټن پر لور د کابل بهرنی سیاست

که څه هم د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې د کابل ـ واشنګټن اړیکې ترینګلې وې؛ خو د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته دغه اړیکې د تېر په پرتله خورا ښې شوې او ولسمشر غني ارګ ته تر رسېدو وروسته، د خپل کار په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې، له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

د کابل ـ واشنګټن د اړیکو له ښه کېدو سره، په ۲۰۱۶ ز کال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ايستلو مهالوېش بدل کړ او په افغانستان کې یې تر ۲۰۱۷ ز کال پورې د ۸۴۰۰ امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو اعلان وکړ. له هغه وړاندې پلان داسې و، چې په افغانستان کې به د ۲۰۱۶ ز کال تر پایه یوازې ۵۵۰۰ امریکايي سرتېري پاتې کېږي.

له اوباما وروسته په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کېدو سره، شاوخوا اته میاشتې د افغانستان په تړاو د امریکا تګلاره مبهمه پاتې شوه. که څه هم په دې موده کې افغان حکومت د امریکا د راتلونکې تګلارې په اړه اندېښمن او ناخبره و؛ خو د ټرمپ د افغان تګلارې له اعلان وروسته، چې تر ډېره یې پر جګړه تمرکز درلود، د کابل اندېښنې له منځه ولاړې او د امریکا له دې تګلارې یې تود هرکلی وکړ.

د افغانستان په تړاو د امریکا د نوې پوځي تګلارې له اعلان سره سم، افغان حکومت خپل بهرنی سیاست تر ډېره له همدې تګلارې سره په همغږۍ مخته یوړ او دا د دې لامل هم شو، چې افغان حکومت د سیمې د هېوادونو ترمنځ خپل بهرنی سیاست، متوازن ونه شي ساتلی. ځکه دا تګلاره که له یوې خوا په سیمه کې د افغان حکومت او هند له تګلارو سره همغږې وه؛ خو له بلې خوا بيا د ځینو نورو هېوادونو، لکه پاکستان، ایران، روسیې او چین د خوښې خلاف وه.

د افغان حکومت امریکا محوره بهرنی سیاست د دې لامل شو، چې د سولې په تړاو د ولسمشر غني د سیمه‌ییزې اجماع جوړولو طرحه هم سر وخوري. دغه ‌راز د ملي یووالي حکومت، واشنګټن ته دومره نږدې شو چې د امریکا له نوې تګلارې سره سم یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په هر جنایت سترګې پټې او چوپتیا غوره کړه.

د ټرمپ له افغان تګلارې سره هوایي بمبارۍ په بې‌سارې توګه زیاتې شوې، د خلکو کورونه، مدرسې، جوماتونه او ان د افغان امنیتي ځواکونو پوستې په وار وار بمبار شوې؛ خو افغان حکومت پرې هېڅکله غبرګون ونه ښود. تازه چې امریکا د جګړې پر ځای له طالبانو سره د خبرو لاره غوره کړې، افغان حکومت ترې ناخوښ دی او له امله یې د کابل ـ واشنګټن اړیکې هم د بې‌باورۍ پر پوله ولاړې ښکاري.

د کابل او واشنګټن ترمنځ بې‌باوري

د ملي یووالي حکومت پر مهال د افغان جګړې په تړاو د امریکا د تګلارې له بدلون سره سم (د جګړې پر ځای له طالبانو سره خبرې او له افغانستانه د پوځیانو ایستل) دا لومړی ځل دی، چې د کابل ـ واشنګټن ترمنځ اړیکې د ترینګلتیا له ګواښ سره مخ کېږي.

ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې په برخه کې د پام وړ هلې ځلې وکړې؛ خو طالبانو بيا تل له افغان حکومت سره نه، بلکې له امریکا سره د سولې پر خبرو ټینګار کړی. امریکا که څه هم ډېره هڅه وکړه، چې طالبان د جګړې په ډګر کې مات کړي؛ خو تېرو ۱۸ کلونو وښوده چې جګړه یوه ناکامه تجربه ده. له همدې امله یې د افغانستان په تړاو خپله تګلاره بدله کړه او له طالبانو سره یې د خبرو اترو لاره غوره کړه.

دا چې د ولسمشر غني هیله وه، څو طالبان هم د حزب اسلامي (حکمتیار) په شان له حکومت سره خبرو ته کېني؛ خو د غوښتنې خلاف یې امریکا له طالبانو سره خبرې پیل کړې او افغان حکومت یې څنډې ته پرېښود، له همدې کبله له دغو خبرو ناخوښ او اندېښمن دی.

امریکا د افغان سولې په تړاو زلمی خلیلزاد خپل ځانګړی استازی وټاکه. نوموړي له طالبانو سره د سولې په موخه مخامخ خبرې پیل او تر دې دمه یې پنځه رسمي ناستې ورسره کړې دي. د دغو خبرو په لومړیو کې ولسمشر غني ویل، چې “د سولې په برخه کې د امریکا روانې هڅې زموږ د سولې د پروګرام یوه برخه ده او مالکیت یې د افغان دولت تر چتر لاندې دی”؛ خو کله چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په لړ کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو د هوکړې ګنګوسې زیاتې شوې، ورسره د افغان حکومت اندېښې هم زیاتې شوې. ولسمشر غني ټرمپ ته د یوه لیک په استولو سره هڅه وکړه، چې امریکا له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړه ونه کړي. دغه‌ راز نوموړي وروسته بيا په یوه مرکه وویل، چې هېڅ بهرنی لوری اجازه نه لري چې د افغانستان د سولې په تړاو تصميم ونيسي.

د غني له خبرو وروسته، په وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم په واشنګټن کې له خبریالانو سره په خبرو کې د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي نیوکې وکړې او په ښکاره یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو مخالفت وکړ.  نوموړي زلمی خلیلزاد د افغان حکومت د څنډې ته کولو، مشروعیت اخیستلو او طالبانو ته پر مشروعیت ورکولو تورن کړ. نوموړي دغه ‌راز پر خلیلزاد تور پورې کړ، چې هڅه کوي داسې یوه لنډمهاله اداره رامنځته شي، چې مشري یې دې دی (خلیلزاد) په خپله وکړي.

پر خلیلزاد د محب د نیوکو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت توند غبرګون وښود. د محب خبرې یې رد او پر خلیلزاد یې حمله، د امریکا د بهرنیو چارو پر وزارت حمله وګڼله. دغه راز په هېواد کې دننه هم اجرایه رییس عبدالله عبدالله هم د محب څرګندونو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان  په داسې ځای کې نه دی چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې خرابې کړي.

 د کابل-واشنګټن د اړیکو راتلونکی

له طالبانو سره سوله، د افغانستان لپاره یوه مهمه او برخليک ټاکونکې موضوع ده. افغان حکومت منحیث حکومت او د امریکا ستراتېژیک ملګری، د ځان حق بولي چې د دغې پروسې له څرنګوالي خبر او په بشپړ جريان کې وي.

د ملي یووالي حکومت پرمهال دا لومړی ځل دی، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې د ترینګلتیا له ګواښ سره مخ شوې دي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د کابل ـ واشنګټن اړیکې، ظاهراً د امریکا له لوري د هوایي بمباریو، د ملکي خلکو مرګ‌ژوبلې او د جګړې د پراختیا له کبله ترینګلې شوې؛ خو د ملي یووالي حکومت پر مهال د اړيکو د ترینګلتیا عوامل بيا هوایي بمبارۍ او ملکي تلفات نه، بلکې نور دي. اوسمهال، په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني د راتلونکو ټاکنو لپاره يو ځل بيا نوماند دی، داسې ښکاري چې د واک له لاسه ورکولو وېره لري او له همدې امله هڅې کوي، چې د سولې په خبرو کې خپل ځای مشخص کړي.

په قطر کې د طالبانو او امریکا د پنځمې ناستې په اړه ویل کېږي، چې دواړه لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر موضوع‌ هوکړې ته رسېدلي دي او په راتلونکې ناسته کې به په دې تړاو چمتو شوې مسوده هم لاسلیک کړي. که رښتیا هم په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت د استازو له حضور پرته دغه مسوده لاسلیک شي، د ملي يووالي حکومت به په دغه بهير کې ځان بشپړ منزوي وګوري او د کابل-واشنګټن اړیکې به د لا ډېر خرابوالي پر لور ولاړې شي.

Share12Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In