امريکايي خبري رسنيو د نومبر په ۱۵مه نېټه د يوه امريکايي چارواکي په قول خبر ورکړی، چې د امریکا «روزويلټ» الوتکه وړونکې بېړۍ په همدې ورځ په منځني ختيځ کې د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ ته رسېدلې ده.
د امريکا پوځ اوس د خپلې مرکزي قوماندانۍ د ماموريت په سیمه کې درې الوتکه وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کړې دي.
امريکايي ځواکونو ويلي، چې په دې سيمه کې فارس خلیج، سور سمندرګی، عمان خليج او د هندي سمندر په شمال لوېديځ کې پروت عربي سمندرګی شامل دي.































