امریکايي چارواکي وايي چې په عراق کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د ایران په توغندیزو بریدونو کې ۳۴ امریکایي سرتېرو ذهني او دماغي زیان لیدلی دی. د ایران له برید وروسته د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل چې د ایران په توغندیزو بریدونو کې هېڅ امریکایي ته زیان نه دی رسېدلی. ایران د امریکا په هوايي برید کې د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني د وژلو په غچ کې په عراق کې د امریکایي ځواکونو هوايي اډې په نښه کړې. ناټو او د امریکا نورو متحدینو دا بریدونه وغندل.































