شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې په اړه د چين او افغانستان درېيمه غونډه تر سره شوه

اپریل 18, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د خارجه وزارت د اسيايي چارو ادارې مشر ليو جين سونګ او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د درېيمې سياسي ادارې مشر ذاکر جلالي د ۲۰۲۴م کال د اپريل په ۱۶مه نېټه د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې په اړه د دواړو هېوادونو د کاري کچو ارتباطي ميکانيزم د درېيمې غونډې ګډه مشري وکړه او په بشري مرستو او مختلفو ساحو کې  یې د خپلمنځي واقعي همکاريو په اړه د نظريو تبادلې کړې دي. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې، د طبيعي سرچينو وزارت، د سوداګرۍ وزارت، د ګمرکاتو عمومي ادارې، د نړيوالو پرمختيايي همکاريو ايجنسۍ، د سره صليب ټولنې او د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د کانونو او پيټروليم وزارت، طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت دغې غونډې ته خپل استازي لېږلي و.

د چين د خارجه وزارت د اسيايي چارو ادارې مشر ليو جين سونګ تر هر څه دمخه افغان پلاوي ته د کوچني اختر مبارکي وويله او په وروستيو کې د افغانستان په څو سيمو کې د سختو سېلابونو په اثر  ملکي  خلکو ته د مرګژوبلې په مناسبت يې خپله همدردي او خواشيني څرګنده کړې ده. هغه د يو افغان متل په قول ويلي، له لرې خپلوانو څخه نږدې ګاونډی ښه دی او زياته يې کړه، چيني لوري له ۲۰۲۱م کال راهيسې د دوستۍ، صميميت، ګډو ګټو او ټولشموليت په اړه د رئيس شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو مفکورو په رڼا کې له ټولو افغانانو سره دوستانه تګلارې غوره کړې، د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی یې کړی او کوي يې، هېڅکله يې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه ده کړې او په دغه هېواد کې د شخصي ګټو لټون نه کوي. دغه راز چين تل له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ په چارو کې له نورو هېوادونو مخکې ولاړ دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د درېيمې سياسي ادارې مشر ذاکر جلالي دغې غونډې ته څرګنده کړه چې چين د افغانستان ښه ګاونډی او دوست دی. افغانستان ډېر وختي نوی چين پېژندلی دی. چيني لوري د افغانستان د مختلفو دورو حکومتونو په مقابل کې تل دوستانه تګلارې پلې کړې، د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی يې کړی، د افغانانو لخوا پر ځانګړې پرمختيايي لارې له ګام پورته کولو پلویتوب کوي او له اوږدې مودې راهيسې يې د سولې د بيارغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره افغانستان ته ملاتړ او مرستې برابرې کړې دي. ښاغلي ذاکر جلالي د افغان لوري په استازيتوب له دې امله د چين لوړه ستاينه او ترې يې د زړه له کومې مننه کړې ده. د افغانستان لنډمهالي حکومت له چين سره خپلو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له چين نه مننه کوي چې له نورو هېوادونو یې مخکې افغانستان ته خپل نوی سفير لېږلی او د افغانستان د لنډ مهالي حکومت نوی سفير يې هم منلی دی. دا د افغانستان او چين ترمنځ د دوستۍ ثبوت دی. نوموړي وويل چې افغان لوری غواړي له چين سره خپلې دوستانه اړيکې ژورې کړي، خپلمنځي دوديزې دوستۍ ته دوام ورکړي او د پخوا په شان په دوامداره توګه به د خپلو مرکزي ګټو د خوندي ساتلو او د ملي يووالي د تامین په برخه کې له چين څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي ذاکر جلالي او همکارانو يې په جلا جلا توګه د افغانستان په دننه کې د بشري چارو او اقتصادي پرمختګ وروستي حالت او د بهرنيو مرستو د اړتيا وړ چارې معرفي کړې او څرګنده يې کړه چې اوس مهال افغانستان د سختو سېلابونو، وچکالۍ، د بیا راستنېدونکو د ځای پر ځای کولو په شمول څو ننګونو سره مخ دی. بلخوا پر افغانستان د امريکا يواړخيز بنديزونه او په بهر کې د دغه هېواد د شتمنيو کنګل کېدل د افغانانو ژوند د سختېدو لامل ګرځېدلی دی. افغان لوری له تېرو څو کلونو راهيسې د چين له بشري مرستو څخه ډېره مننه کوي او هيله من دی چې چيني لوری د بیا راستنېدونکو د ځای پر ځای کولو، د طبيعي پېښو د مخنيوي او کمولو، د طبي چارو د ښه والي او د هغو ماشومانو چې د زړه سوري په مورزادي ناروغۍ اخته دي، د درملنې په برخو کې بيا مرستې وکړي.

افغان پلاوي په مختلفو چارو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د واقعي همکاريو پر مثبت پرمختګ خوښي څرګنده کړه او هيله يې وښوده چې د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې فعال ګډون وکړي، له چيني لوري سره خپلمنځي همکارۍ بيا ژورې کړي او ګډې ګټې پيدا کړي. دغه راز افغان لوری غواړي له چين څخه د عصري کېدو چارو د تجربو زده کړه وکړي او په تمه دی چې چيني لوری د افغانستان لپاره لا زيات مسلکي بااستعداده کسان وروزي.

د چين د خارجه وزارت د اسيايي چارو ادارې مشر ليو جين سونګ په دغه غونډې کې څرګنده کړه چې چين د افغانانو په غمونو کې ځانونه شريک بولي او تل تر خپلې وسې پورې يې افغان لوري ته خپلې مرستې برابرې کړې دي. هغه وويل، چين او افغانستان دواړه په دې نظر دي، هغه هېوادونه چې د افغانستان د اوسني ستونزمن حالت په اړه پړه دي، بايد خپل مسؤليت په واقعي توګه تر سره کړي، د افغانانو شتمنۍ دې بېرته ورکړي او افغانانو ته د نورې ستونزې نه جوړوي. د ښاغلي ليو په وينا، چين له نړيوالې ټولنې پلویتوب کوي چې افغانستان ته لا زياتې بشري مرستې برابرې کړي او افغان لوری دې هم د ټولشموله حکومت د جوړولو په اړه د نړيوالې ټولنې معقولې پاملرنې او اندېښنې ته مثبت ځوابونه ورکړي.

ښاغلي ليو جين سونګ د افغانستان د لنډمهالي حکومت مثبته ارزونه وکړه چې د اقتصادي بيارغونې په پار يې زيات کارونه کړي او له چين سره د مختلفو چارو په واقعي همکاريو کې يې زياتې لاسته راوړنې موندلې دي. د ده په وينا، تېر کال د چين او افغانستان سوداګريز حجم ۱.۳۳ میليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې نوی تاريخي ريکارډ يې جوړ کړی او د ۲۰۲۲م کال په نسبت ۱۲۵.۴ سلنه زياتوالی يې ښودلی دی. په دې کال کې د څه باندې ۵۷ میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت جلغوزي په پر له پسې توګه له افغانستان څخه چين ته صادر شوي دي.

ښاغلي ليو جين سونګ ويلي، چين هيله لري چې د کمربند او لارې د ګډې باکيفيته ابادۍ په چارو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ لا ژورې کړي، د عصري کېدو چارو لاسته راوړنې له افغانستان سره شريکې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې واقعي ګټې ورسوي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In