د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوېلي کوریا د ولسمشر په بلنه، د دغه هېواد پلازمېنې سیول ته سفر کړی دی. ټاکل شوې اردوغان سبا د سې شنبې په ورځ د سوېلي کوریا له ولسمشر لي جې میونګ سره د ستراتیژیکو اړیکو او سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. د دغه سفر پر مهال به دواړه هېوادونه د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه څو هوکړهلیکونه هم لاسلیک کړي.































