د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر په لومړۍ نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، د دوبۍ هوايي شرکت د الوتکې په کاکپیټ کې ټپي شوي کپتان او مرستیال پيلوټ په سعودي عربستان کې تر درملنې وروسته د متحده عربي اماراتو د امنیتي ډلې په ملګرتیا په همدې ورځ له سعودي عربستان څخه وتلي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د سعودي عربستان اړوندې څانګې او د متحده عربي اماراتو د امنیت کاري ډلې لخوا همغږي شوي لومړني تحقیقات ښیي چې د دوبۍ هوايي شرکت د FZ1073 الوتکې مرستیال پيلوټ پر کپتان برید وکړ او دواړه ټپیان شول. دوی دواړه د معاینې او درملنې لپاره د سعودي عربستان روغتون ته لیږدول شول او د اکتوبر په لومړۍ نېټه د طبي تصفیې ترلاسه کولو وروسته د متحده عربي اماراتو پلازمینې ابوظبي ته ستانه شول.
د متحده عربي اماراتو د رسنیو د خبر له مخې، د یادې الوتکې مرستیال پيلوټ شکمن دی چې په کاکپیټ کې پر کپتان یې چاقو وهلی او له امله یې الوتکه ناڅاپه ښکته شوه. د الوتکې نورو کاري غړو او مسافرو بریدګر نیولی او د الوتکې کنټرول یې بېرته ترلاسه کړ.































