شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د دوحې مذاکرات؛ لا هم د طالبانو او امریکا ترمنځ په مذاکراتو کې ژور اختلافات شته دي

سپتمبر 2, 2019
in افغانستان
0 0

سره له دې چې د مذاکراتو په نهم پړاو کې د امریکايي او طالب لوري ترمنځ د هوکړې د لاسلیک خبره کېده، خو د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات بې پایلې پای ته رسېدلي دي. له قطر دفتره ځینو سرچینو کابل نیوز ته ویلي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې پر پنځمه ماده اختلاف رامنځ ته شوی دی، نو ځکه دوی د هوکړې لاسلیک ته تر دې دمه تیار نه دي.
تر دې وړاندې په اتم پړاو مذاکراتو کې داسې انګېرل کېده، چې امریکا او طالبان به د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړه لاسلیک کړي، خو دا مسئله نهم پړاو مذاکراتو ته لاړه. نهم پړاو مذاکرات د دواړو لورو ترمنځ اوږده شول او د پرمختګونو خبره کېده. خو له پرمختګونو سره سره، تر دې دمه دواړه لوري نه دي بریالي شوي چې هوکړه لاسلیک کړي. ویل کېږي چې تازه د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې پر پنځمه ماده اختلاف رامنځ ته شوی دی. سرچینې وايي، طالبانو پر بهرنیو ځواکونو د برید نه کولو مسئله له افغان ځواکونو د امریکايي ځواکونو په نه ملاتړ پورې مشروطه کړې ده. طالبان ټینګار کوي چې امریکايي لوری دې له افغان ځواکونو خپل ملاتړ واخلي او په دې توګه به دوی هم پر بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه ودروي.
بلخوا سرچینې وایي، امریکا دا خبره منلې ده چې په پټه به له رسمیاتو او سند پرته پر افغان ځواکونو خپلې مرستې کمې کړي، خو د هوکړې په متن کې دا مسئله ذکر کول د امریکا حیثیت ته زیان رسوي. طالبان بیا ټینګار کوي چې باید ټول مسایل په لیکلې بڼه په هوکړه کې ځای پر ځای شي.
طالبان دغه راز وايي چې د امریکا او طالب لوري ترمنځ د هوکړې له لاسلیک سره سم باید له افغان حکومت سره د امریکا تړونونه لغوه اعلان شي، خو امریکا دې کار ته نه ده تیاره او وايي چې دا مسئله به په افغانستان کې د نوي حکومت تر راتګ پورې د بحث وړ نه وي. طالبانو له امریکا سره دا خبره نه ده منلې چې د خپلو ټولو ځواکونو تر وتلو وروسته به دغه تړون لغوه کوي، بلکې پر دې ټینګار کوي چې تړون باید له دوی سره د نوي تړون له لاسلیک سره سم لغوه کړل شي.
د سیاسي مسایلو شنونکی وحید مژده بیا وایي، چې اوس د افغانستان د ستونزې د حل لپاره یوازې دا لار پاتې ده چې د طالبانو په شمول، یو ګډ حکومت جوړ کړل شي او تر هغې وروسته به ټول مسایل د دې حکومت له لوري حل کړل شي. مژده وايي: ((دا مسئله هغه وخت حل کېږي چې د طالبانو په ګدون یو نوی حکومت جوړ کړل شي. طالبان باید پکې رول ولري. دغه حکومت باید بیا ټول مسایل له امریکا سره حل کړي)).
بلخوا طالبان او امریکا بیا دواړه په خبرو کې د پرمختګونو خبره کوي. زلمي خلیلزاد ویلي وو، دوی د داسې هوکړې په لټه کې دي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم کړي او په دغه هېواد کې د جګړو د ختمېدو سبب شي. ده پر طالبانو هم غږ کړی و چې د کندوز په څېر جګړې دې پای ته ورسوي او له تاوتریخوالي دې لاس واخلي.
خلیلزاد په خبرو کې د پرمختګ خبره هم کړې ده او وايي، ډېر ژر به د سولې د روانو خبرو په اړه ټول معلومات له افغان حکومت سره شریک کړي. طالب ویاند سهیل شاهین هم په یوه ټوېټ کې ویلي، چې خبرې په ښه لوري روانې دي. د ده په خبره، دوی پر مهمو مسایلو هوکړې ته رسېدلي دي او یوازې ځينې تخنیکي مسایل د بحث لپاره پاتې دي.

Tags: featured
Share11Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026

شي جين پينګ نوي ډيلي ته ورسېد

سپتمبر 12, 2026

له نيپال سره د چین د مرستندويه توکو پنځمه جوپه کتمندو ته ورسېده

سپتمبر 12, 2026

چين مېډيا ګروپ د اردن له پخواني لومړي وزیر عمر الرزاز سره ځانګړې مرکه وکړه

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In