پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

    د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

    د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د دوحې پنځمه ناسته؛ خلیلزاد وایي له طالبانو سره مذاکرات مهم پړاو ته رسېدلي دي

فبروري 26, 2019
in افغانستان
0 0

د وسله والو طالبانو او امریکايي استازي ترمنځ د خبرو پنځم پړاو نن په دوحه کې پيلېږي. امریکايي لوري ویلي چې مذاکرات مهم پړاو ته رسېدلي دي، نو له همدې امله ښایي د دې لیدنې پایلې ګټورې وي. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم وایي چې پرونۍ غونډه تعارفي وه او په نننۍ غونډه کې به پر مهمو مسایلو خبرې وشي. د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې پنځمه غونډه به څلور ورځې دوام کوي او ښایي امریکایي او طالب لوری مهمو هوکړو ته سره ورسېږي.

ټاکل شوې وه چې د قطر غونډه پرون د فبرورۍ په ۲۵مه پیل شي، خو وسله والو طالبانو ویلي چې پرون یوازې تعارفي ناسته وه او په دې ناسته کې د طالبانو مهم غړي او د دغه ډلې سیاسي مرستیال ملا برادر هم ګډون کړی و. سهیل شاهین وايي، سره له دې چې ملا برادر په قطر کې دی، خو له امریکا سره په مذاکراتو کې به د طالب پلاوي مشري شیر عباس ستانکزی کوي.

سهیل شاهین زیاتوي چې د غونډې اجنډا د تېرو غونډو په څېر ده او ډېر تمرکز به یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو  وي. د شاهین په خبره، د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او همدا راز افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارېدل هغه مهم مسایل دي، چې ورباندې بحث کېږي. شاهین زیاته کړې: ((له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل. له افغان خاورې چا ته د ضرر نه رسېدل د بحث مهم مسایل دي. د دې ترڅنګ به د نورو مسایلو په اړه هم کاري ډلې خپل فعالیتونه او مذاکرات مخ ته وړي. دوی به هڅه کوي چې د مذاکراتو په دې پړاو کې د هوکړې مسوده ترتیب کړي)).

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې له طالبانو سره خبرې مهم پړاو ته رسېدلې دي. د خلیلزاد په خبره، په قطر کې له مهمو طالب استازو سره ګوري. هغه تېره ورځ په یوه ټوېټ کې لیکلي وو: ((دوحې ته ورسېدم، چې د طالبانو له یوه ډېر باصلاحیته پلاوي سره وګورم. دا خورا ښه موقع کېدای شي. د کوربه توب لپاره د قطر او د سفر د زمینې مساعدولو لپاره له پاکستان مننه کوو. اوس جدي او صمیمانه کار پیلېدونکی دی)).

پخواني طالب چارواکي او په هېواد کې ځینې سیاسي ډلې د طالبانو او امریکا ترمنځ دغو خبرو ته هیله من دي. د دوی په خبره، په دغو مذاکراتو کې د طالبانو با صلاحیته او مهم کسان ګډون کوي، نو ښايي د امریکا او طالبانو ترمنځ مهمې هوکړې رامنځ ته شي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لوی څارنوال جلال الدین شینواري ویلي، ملا برادر د طالبانو په لیکو کې مهم رول لري. د شینواري په خبره، دی په نظامي برخه کې ډېر پلویان لري او ګډون یې د قطر په غونډه کې مهم دی. شینواری زیاتوي: ((ملا برادر د طالبانو په لیکو کې په تېره په نظامي لیکو کې ډېر مهم کس دی. هغه ډېر اغېز لري. پرېکړې یې هم د طالبانو په لیکو کې اغېز لرلی شي، نو ښایي دغه غونډه مثبتې پایلې ولري)).

د سولې عالي شورا بیا وايي، وسله وال طالبان که رښتیا سوله غواړي، نو باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. د دې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون تېره ورځ په یوه غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، طالبان باید په دې پوه شي چې یوازې افغان حکومت د دوی غوښتنې پوره کولی شي. د اوچقون په خبره، بل هېڅ لوری د دې وړتیا نه لري چې د طالبانو غوښتنې پوره کړي، ځکه افغانستان یو مستقل او خپلواک حکومت لري.

اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې که طالبان په رښتیا سولې ته ژمن وي او سوله غواړي؛ نو له افغان حکومت سره دې مخامخ خبرې وکړي. خو وسله والو طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره خبرو ته هېڅ راز تیاری نه دی ښودلی.

Tags: featured
Share17Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران؛ هرمز تنګي ته څېرمه پر ۱۰ بېړیو د برید خبر ورکړی

سپتمبر 10, 2026

م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

سپتمبر 10, 2026

د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

سپتمبر 10, 2026

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In