شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د سولې خبرې او جګړه؛ کندوز ښار د درېیم ځل لپاره د وحشتناکې جګړې شاهد دی

سپتمبر 1, 2019
in افغانستان
0 0

وسله والو طالبانو یو ځل بیا پر کندوز ښار بریدونه وکړل. طالبانو وړمه شپه ناوخته له څلورو خواوو پر کندوز ښار بریدونه پيل کړل او له امنیتي ځواکونو سره یې کلکه نښته وکړه. راپورونه وایي چې په پېښه کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو وروستۍ شمېرې لا د جګړې د دوام له امله نه دي خپرې شوې. ملکي وګړي په کندوز کې تر سخت فشار لاندې دي، خو حکومت د دوی د امنیت د تامین ژمنه کړې ده.

سره له دې چې پر کندوز برید نوې خبره نه ده، خو حکومت له تېرو تجربو ګټه وا نه خیسته او د کندوز ښاریان یو ځل بیا د خونړۍ جګړې شاهدان دي. کندوز چې په شمال کې ځانګړی ارزښت لري او مهم سوداګریز بندر په دغه ولایت کې دی، په دې وروستیو کلونو کې د طالبانو د سختو جګړو شاهد دی. طالبانو یو ځل په ۲۰۱۵ ز کال کې پر دغه ښار برید وکړ او څو ورځې یې کندوز په ولکه کې و. بیا د ناټو ځواکونو په ملتیا افغان پوځيان بریالي شول چې طالبان په شا وتمبوي او کندوز ونیسي. په ۲۰۱۶ ز کال کې بیا  هم پر دغه ولایت برید وشو او د امنیتي ځواکونو له لوري تر بیا نیولو وروسته، د دغه ښار د وضعیت ارزولو لپاره یو حقیقت موندونکی پلاوی وګومارل شو. پلاوي په خپل راپور کې وویل چې د رهبرۍ کمزوري او د دغه ښار امنیتي پېچلتیا د سقوط لاملونه دي. خو سره له تجربو طالبانو یو ځل بیا وړمه شپه پر دغه ښار برید وکړ او پرون یې ټوله ورځ جګړه وکړه.

د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران دغه ولایت ته لاړل او وايي، موخه یې دا ده چې په کندوز کې روانه جګړه له نږدې مدیریت کړي. له دوی سره په دې سفر کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم شامل دی. د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې طالبان تر فشار لاندې دي، نو ځکه غواړي د رسنیو توجه ځان ته واړوي. خالد وايي:((په نورو ولایتونو کې طالبان تر فشار لاندې دي. تلفات یې لوړ شوي دي. ځکه پر کندوز برید کوي، غواړي رسنۍ ځان ته متوجه کړي. موږ په کندوز کې یو او د دوی تر ختمولو پورې به عملیات کوو)).

بل پلو راپورونه وایي چې دواړو لورو ته په جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د تېرې شپې تر اتو بجو پورې په کندوز کې د عامې روغتیا ریاست سرچینو رسنیو ته وویل، چې تر دې دمه د اتو ملکیانو جسدونه او ۶۰ ټپیان وروړل شوي دي. پرون ماښام ناوخته بیا وسله والو طالبانو د کندوز ښار په مرکزي چوک کې ځانمرګی برید وکړ، چې ۲۳ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولایت د امنیه قومندان ویاند سید سرور حسیني او مرستیال ویاند نصیر په ګډون، ۱۱ کسان پکې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. په ټپیانو کې امنیه قومندان منظور ستانکزی هم شامل دی .

ولسمشر غني بیا پر کندوز د طالبانو برید غندلی دی او په خبره یې، د دوی دغه ډول بریدونه یې په قطر کې د مشرانو له روانو خبرو سره په ټکر کې بللي دي. د ولسمشر غني په خبره، د طالبانو برید وښوده چې دوی سولې ته ژمن نه دي او تر دې دمه پر جګړه باور لري. هغه زیاته کړې چې افغان امنیتي ځواکونه به د خلکو له مال او ځانه دفاع کوي او په کندوز کې به د طالبانو تر ختمولو پورې جګړه کوي. ولسمشر غني ټینګار وکړ چې دوی سولې ته ژمن دي، خو هغه سولې ته چې د افغانانو عزت او لاس ته راوړنې خوندي کړي. ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه د معاملې وړ نه دي او له هېچا سره به د سولې په هېڅ تړون کې پر امنیتي ځواکونو معامله ونه کړي.

په کندوز کې داسې مهال خونړۍ جګړه روانه ده، چې طالب او امریکایي استازي لا هم په قطر کې د سولې پر مسایلو خبرې کوي. دواړه لوري د پرمختګونو خبره کوي، خو افغانان لا هم د سولې روانو خبرو او خونړۍ جګړې اندېښمن کړي دي.

Tags: featured
Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026

شي جين پينګ نوي ډيلي ته ورسېد

سپتمبر 12, 2026

له نيپال سره د چین د مرستندويه توکو پنځمه جوپه کتمندو ته ورسېده

سپتمبر 12, 2026

چين مېډيا ګروپ د اردن له پخواني لومړي وزیر عمر الرزاز سره ځانګړې مرکه وکړه

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In