د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې کمېټې غړو د غزې د بیارغونې لپاره د ۲.۴۵ میلیارده ډالرو په ارزښت یوه طرحه اعلان کړې ده، چې ټاکل شوې لومړی پړاو یې په شپږو میاشتو کې پلي شي. امریکايي چارواکي وايي، د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند پر طرحې د روانو اختلافونو له امله د دې پروګرام پلي کېدل لا هم قطعي نه دي. په دې طرحه کې د غزې د بنسټیزو زیربناوو او اقتصاد د بیارغونې لپاره ۶۶ پروګرامونه شامل دي. د اټکلونو له مخې، غزې ته اوښتي زیانونه شاوخوا ۳۵.۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي او د سیمې بشپړه بیارغونه به په لسو کلونو کې شاوخوا ۷۱.۴ میلیارده ډالر لګښت ولري. د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلېر ویلي، د بیارغونې لپاره د باور وړ او پړاو په پړاو پلان جوړول اوس تر ټولو مهم او بېړنی کار دی.































