د راپورونو له مخې ددې جګړو له امله یو نیم زر پناه غوښتنکي بند پاتې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره وایي چې د هر ساعت په تېرېدو د هغوی ژوند ته ګواښ ډېرېږي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري مشر فلیپو ګراندي ویلي، له دې کسانو سره باید مرسته وشي چې جګړې ته له نږدې سیمو ووځي. ویل کېږي چې دا ښار لا هم د ملګرو ملتونو د سازمان د ملاتړ کوونکې ادارې په لاس کې دی. خو د لیبیا د ملي اردو په نوم د وسله والې ډلې مشر خلیفه حفتر ددې سیمې د نیولو هڅه کوي خو ویل کېږي چې لا تر اوسه یې پرمختګ نه دی کړی.































