د عامه امنیت د نړيوال همکاريز فورم د ۲۰۲۶ کلنۍ غونډې مطبوعاتي کنفرانس د سپټمبر په ۱۰مه نېټه د چین د جيانګ سو ولايت په ليان يون ګانګ ښار کې تر سره شو.
خبریال له ياد مطبوعاتي کنفرانس څخه معلومات تر لاسه کړي، چې د دې دورې په غونډه کې “د ۲۰۲۵- ۲۰۲۶ کال پورې د نړیوال عامه امنیت د شاخص راپور” خپور شو. راپور وايي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د ۶۲ هېوادونو د عامه امنیت د شاخص منځنۍ نمره ۷۲ اعشاريه۵۶ ده، چې د تېر کال په پرتله لږ څه لوړه شوې ده. په دې ډله کې د چین، سینګاپور او ازبکستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو نمرې له ۸۰ څخه زیاتې دي، د ۲۸ هېوادونو نمرې له ۷۰ څخه تر ۷۹ اعشاریه ۹۹ پورې دي او د پاتې ۲۴ هېوادونو نمرې له ۷۰ کمې دي. د چین د عامه امنیت د شاخص نمره ۸۴ اعشاریه ۶۲ ده او لومړی مقام یې خپل کړی دی.































