چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د نړۍ په اقتصادي پرمختګ کې د چين ونډه!

جولای 14, 2021
in لیکنې
0 0

د چین د حکومت دوستۍ جايزې ګټونکي او د جرمني د روسټوک پوهنتون پروفیسر مایکل نیلس (Michael Neiles) په دې وروستیو کې د یوې ویډیو له لارې د چین د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰ کلیزې په پار مبارکي ویلې ده. هغه په خپلو خبرو کې ويلي، چې د چین پرمختیایي لاسته راوړنو د نړۍ پام ځانته اړولی دی. په ګردې نړۍ کې هیڅ داسې هېواد نشته، چې د چین په څېر ګړندی اقتصادي پرمختګ يې کړی وي. چين د خپل اقتصادي پرمختګ په درشل، د غربت په له منځه وړلو کې هم پراخه ونډه اخیستې ده.

په نړۍ کې لا هم د کرونا وبا د کنټرول او مخنيوي او د اقتصادي سمسورتيا پر وړاندې بې ثباته او نامعلوم عوامل شتون لري، د چین د اقتصاد د دوامدارې سمسورتيا بنسټ پیاوړي کولو ته اړتیا لري. په هرصورت، لکه څنګه چې هرې موضوع ته مناسب شرایط لټول کيږي، همدغسې تمه شته، چې د چین اقتصاد به پر له پسې وده وکړي.

نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې وړاندوینه کړې، چې د چین اقتصاد به په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ له اقتصادي پرمختګ سره له ۲۵ سلنې څخه زیاته مرسته وکړي.

د چين د شمېرنې دولتي ادارې د جولای په نهمه يوه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د جون په مياشت کې د چين سي پي ايي ګراف د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يو اعشاريه يو زيات شوی، چې د زياتوالي انډول يې د جون په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه ۲ ټيټوالی ښيي. د دې ادارې اړوند مسؤلين وايي، چې د چین اقتصاد خپله باثباته سمسورتيا ساتلې، په کافي اندازه يې د مصرف بازار چمتو کړی او د خلکو مصرفي بيې هم ثابتې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو څه موده مخکې د امريکا له بلومبرګ نيوز سره په مرکې کې ويلي، چې عرضې او تقاضا ته په کتو، د چين اقتصادي ارقام د بيا احيا کېدو پر لوري روان دي او دوام به ولري. روسيان ورځپاڼې په دې وروستيو کې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي، چې چين به د نړيوال اقتصاد له بيا احيا سره مرسته وکړي.

د روان کال په مۍ مياشت کې د چين د لويې پيماني صنعتي چارو د زياتوالي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ اعشاريه ۸ سلنه زياته شوې او د لوړې تکنالوژۍ د توليدي چارو د زياتوالي اندازه يې بيا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷ اعشاريه ۵ سلنه زياته شوې ده. له دې څخه ښکاري، چې د چين د عصرې ټکنالوژۍ چټک پرمختګ د توليدي چارو د ژر احيا لپاره رغوونکی رول لوبولی دی. د باکيفيته پرمختګ پر لور ثابتې توليدي چارې به د چين د عمومي اقتصاد بيا احيا کېدو ته لا لارې هوارې کړي.

بر سېره پر دې، چين د تقاضا په برخه کې هم زيات ګټور ګامونه پورته کړي دي. د روان کال د مۍ په لومړۍ نېټه يا د کارګرو ورځې د رخصتۍ په موده کې د چين په دننه کې د سيلانيانو شمېر ۲۳۰ ميليونه ښودل شوی او د سيلانۍ عايدات يې له سلو ميليارډو يوانو څخه او د پوستي ليږدوونکو توکو شمېر يې له يو ميليارډو څخه زيات ښودل شوي دي. په دغې رخصتۍ کې د اورګاډو او الوتکو د لېږد راليږد او د هوټلونو، رسټورانټونو، پرچون، هنر او سپورټ چارې ډېرې فعالې وې.

مصرف او لګښت په وروستيو کلونو کې د چين د اقتصادي پرمختګ ۶۰سلنه برخه نيولې او دا د دغه هېواد د اقتصاد د بيا احيا کېدو لپاره ستر اهميت لري. نړيوال بانک د جون په ۲۹مه د روان کال د چين د اقتصاد د زياتوالي اټکل له  ۷ اعشاريه ۹ سلنې څخه ۸ اعشاريه ۵ سلنې ته لوړ کړی او د زياتوالي يو عمده لامل یې دا ښودلی، چې د اقتصاد د بيا احيا کېدو د لګښت اغيزه يې د عامو پانګونو په پرتله ډېره پراخه ده. اوس چین اقتصادي سمسورتيا ترلاسه کوي او فابریکې او د مصرف کونکو فعالیتونه د کرونا وبا دمخه کچې ته راستانه شوي دي.

لنډه دا چې، د چین ثابتې اقتصادي سمسورتيا په مؤثره توګه د خلکو بنسټيز ژوند تضمین کړی دی. په تېرې مۍ مياشت کې، د چين په ښارونو او ښارګوټو کې د بې کارۍ کچه ۵ سلنه ښودل شوې او دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه ۹ سلنه ټیټ شوی دی. په نړۍ کې د کرونا وبا وضعيت لاهم سخت دی او نړیواله اقتصادي سمسورتيا لاهم ضعیفه ده او د چین دا ډول پایلې ترلاسه کول اسانه نه دي.

دا پرمختګ د چین د حکومت، شرکتونو او چينايانو له هڅو سره نژدې تړاو لري.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

سپتمبر 9, 2026

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In