چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د ولسي جرګې ټاکنې له ټولو نيمګړتياوو سره سره د افغانانو له پراخ هرکلي سره مخ شوې دي

اکتوبر 22, 2018
in افغانستان
0 0

 

په هېواد کې تر اوږده ځنډ وروسته د ولسي جرګې دوه ورځنۍ ټاکنې وشوې چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوې دي. که څه هم د ولسي جرګې دا ټاکنې د مخکنيو هغو په پرتله له ډېرو تخنيکي ستونزو سره ملې وې، خو خلک وايي خوشاله دي چې لږ تر لږه د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې غير قانوني دوام ته د پای ټکی اېښودل کېږي.

د کابل ښار د کمپنۍ سيمې په حضرت بلال جامع جومات کې د رايه ورکوونکو په کتار کې ولاړ سميع الله وايي، وړمه ورځ يې په لېست کې نوم نه و، له همدې کبله د رايې ورکولو اجازه ورنه کړل شوه. دی وايي، وروسته يې د سيمې ټاکنيز مرکز ته د رايه ورکوونکو لېست ور ورسېد او اجازه ورکړل شوه چې د خپلې خوښې وړ نوماند ته رايه ورکړي.

د خوشال مېنې په ايوب صابر جامع جومات کې يوه بل رايه ورکوونکي عزيز الله مسير ورځپاڼې ته وويل چې زورواکو او ځينو نوماندانو د رايه ورکولو په دغه مرکز کې لاسوهنې کولې او عامو خلکو ته اجازه نه ورکول کېده چې  د خپلې خوښې وړ نوماند ته رايه ورکړي. دی وايي، سره له دې يې هم مقاومت کړی او د خپلې خوښې وړ نوماند ته یې رايه ورکړې ده.

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې ټاکنې د شنبې پر ورځ وشي، خو د ځينو تخنيکي ستونزو له کبله ټاکنې په هغې لومړۍ ورځ پای ته ونه رسېدې او د ټاکنو کمېسيون پرېکړه وکړه چې د ټول هېواد  په ۲۵۲ ټاکنيزو مرکزونو کې د رايه ورکونې بهير دويمې ورځې ته هم وغځوي.

د ټاکنو په لومړی ورځ د ۳ ميليونو په شاوخوا کې افغانانو په ټاکنو کې ګډون کړی و، په داسې حال کې چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره ۸.۸ ميليونو کسانو نومليکنه کړې وه.

يوناما يا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموريت له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون وغوښتل چې له رايه ورکولو پاتې کسانو ته دې هم په ټاکنو کې د ګډون زمينه برابره شي.

حقوقپوه عبدالله عاطف وايي، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دا پرېکړه چې ټاکنې يې دويمې ورځې ته وغځولې غير قانوني وه، خو په وينا يې چې په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره همدا غير قانوني پرېکړه هم يو ښه ګام بلل کېدای شي.

عاطف وايي د ټاکنو قانون د حکم پر بنسټ په ټاکنيزو مرکزونو کې د رايه ورکولو بهير يوازې تر دوو ساعتونو او يا هغه وخت پورې تمديدای شي چې رايه ورکوونکي خلاص شي.

له بلې خوا امنيتي پېښې بل خنډ و چې له کبله يې خلکو په ټاکنو کې ډېر پراخ ګډون ونه کړ. د ټاکنو پروسه ان د نومليکنې له بهيره بيا تر اوسه له سختو ګواښونو سره مخ وه او په لړ کې يې سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. په ځينو ولايتونو، په ځانګړي ډول هلمند کې د نوماندانو د ټاکنیزو کمپاينونو غونډې په نښه شوې چې پکې د ولسي جرګې د غړي جبار قهرمان په ګډون ځينو نوماندانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

طالبانو شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټاکنې امريکايي دوکه بللې او خبرداری يې ورکړی و چې د بريدونو له لارې به دغه بهير ګډوډ کړي.

که څه هم امنيتي ځواکونو د ټاکنو د بشپړ امنيت ډاډ ورکړی و، خو د ټاکنو په لومړۍ ورځ په نږدې ۲۰۰ امنيتي پېښو کې ۴۴ کسان ووژل شول. د ټاکنو پر ورځ تر ټولو لويه پېښه وشوه چې ۱۵ کسان پکې شهيدان شول.

د کابل د درېيمې ناحيې په جاغوريان جومات کې د رايه ورکولو لپاره راغلې سلطانه اميري وايي، له ټولو امنيتي ګواښونو سره سره له کوره راوتلې او غواړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. مخکښو نړيوالو څېرو  او بنسټونو پر خواله رسنيو د افغانانو شجاعت ستايلی چې له دومره ګواښونو سره سره يې په زړورتيا په ټاکنو کې ګډون وکړ.

Tags: featured
Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In