د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات ۲۲۰ زره ټنو ته اټکل شوي، په داسې حال کې چې تېر کال ۲۷۵ زره ټنه وو. د دغه ولایت د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل ویلي، د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله د کندهار د انارو شاوخوا ۳۰ سلنه بڼونه زیانمن شوي او د ځینو بڼوالو بڼونه له منځه تللي دي. ورته مهال بڼوال وايي، د انارو ټیټې بیې او بهرنیو بازارونو ته د صادراتو محدودیتونو یې اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي. بلخوا، سوداګرو له روسي او اوزبک سوداګرو سره د ۸۰ ټنه انارو د صادراتو تړون کړی او هڅه کېږي چې د کندهار انارو ته نوي بهرني بازارونه وموندل شي.































