د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ګاونډیو هېوادونو ته د توکو د صادراتو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو په موخه د ایران د طرحو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سیمې د هېوادونو او ولسونو په ګټه له هر ډول اقدام څخه ملاتړ کوي. د دغه وزارت ویاند محمد آصف الیاس ویلي، د افغانستان ا.ا د سیمې د هېوادونو او ولسونو په ګټه له هر ډول پرېکړې ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو خبر ورکړی، افغانستان، پاکستان او عراق ته د توکو د صادراتو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره یو شمېر وړاندیزونه تر ارزونې لاندې دي.































