پنجشنبه, اکتوبر 29, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کانونو او پټرولیم وزارت کې د اسنادو ډیجیټلي کولو بهیر پیل شو

    د چاپېریال ساتنې ادارې رییس د مالیزیا په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی

    افغانستان کې د بشري مرستو لپاره له ۱۵۰۰ ډيرې الوتنې شوي

    حنفي: د پانګه‌والو د ملاتړ لپاره هر ډول اسانتیاوې برابروو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کانونو او پټرولیم وزارت کې د اسنادو ډیجیټلي کولو بهیر پیل شو

    د چاپېریال ساتنې ادارې رییس د مالیزیا په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی

    افغانستان کې د بشري مرستو لپاره له ۱۵۰۰ ډيرې الوتنې شوي

    حنفي: د پانګه‌والو د ملاتړ لپاره هر ډول اسانتیاوې برابروو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د پارلماني ټاکنو پایلې به څنګه وي؟

لیکنه: اغاملوک سهار

اکتوبر 23, 2018
in تحلیل
0 0

که څه هم د تېرو ورځو په پارلماني ټاکنو کې مشکلات ډېر وو، خو سربېره پر دې بیا هم د د رایې اچونې له اړخه د پخوا په نسبت شفاف وو.

۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ ز کلونو د جمهوري ریاست ټاکنې او د ۲۰۱۰ ز کال پارلماني ټاکنې ډېرې له درغلیو ډکې وې. حتی ما هغه وخت خپله ولیدل چې ډېری رییس محلانو او ډیفسیانو او نوماندانو به ځان سره تر څو زره د ټاکنیزو کارتونو کاپيانې درلودې او دې ته ورته نورې ډېرې د درغلیو لارې چارې موجودې وې چې په ناندریو او جنجالونو یې موږ  ټول خبر یو. ولې د تېرې شنبې او یکشنبې ورځو په ټاکنو کې د دې ډول پېښو احتمال ډېر کم و.

په اوسنۍ اصطلاح د بایومېټریک سیسټم کار لږ پېچلی کړ او د کمېسیون کمزوری مدیریت، د مرکزي احصائیې د ادارې مداخله، د ناظرینو ډېروالی او ډېر د نوم پلټولو ناسم الګوریتم نوره هم رایه اچونه خلکو ته سخته کړه، خو د بایومېټریک او محلي رایې اچونې په صورت کې نوم پلټلو ته هېڅ اړتیا نه وه. د دې هرڅه په درلودو سره هیله ده خلک په ټکنالوژۍ اعتماد له لاسه ور نه کړي.

دویمه پېچلتیا له دې وروسته پیل کېږي. دا چې له ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو څخه به دا ټول ډیوایسونه (هغه هم که چېرې د ټاکنو تر وروستي ساعته چارج ولري، په سم ډول ډېټا انټرې شي او کمېسیون ته بېرته تسلیم شي) او د رایې صندقونه او لېستونه راټولېږي او بېرته په کابل کې دانه په دانه ټوله ډېتا له ډیوایسونو څخه سرور ته کاپي کېږي، رایې به چک کېږي او سخته لا دا ده چې رایې ورکې په لېست کې د نوم او سیسټم کې ثبت شوو عکسونو ترمنځ اسانه لار او پلټنې الګوریتم نشته چې څنګه یې سره مقایسه کړي او تکرارې رایې باطله کړي. د بېلګې په ډول، دغه سیسټم زېربنا نه درلوده چې د خلکو ډېتا مخکې له مخکې په سیسټم کې ثبت کړي او نه د دغه سیسټم ټول اړخونه مطالعه شوي وو او نه هم زموږ  د هېواد له شرایطو او نورو اړخونو سره سم ډیزاین شوي وو.

بله لویه نیمګړتیا دا وه چې دا (Single Scanner) موبایل ډیوایسونه وو، یعنې یوه ګوته په یو وخت کې سکن او ثبت کوي، نه ټولې ګوتې؛ نو که یو کس شل تذکرې ولري، د ګوتې په بدلولو سره شل رایې اچولی شي.

په هغو مرکزونو کې چې ډیوایسونه نه دي کارېدلي او یا ورک او یا د ورځې تر پایه یې کار نه دی کړی، د رایو سرنوشت به څنګه مالومېږي؟ دا بله لویه ننګونه ده.

د رایو ډېروالی مهم نه دی، بلکې شفاف والی یې مهم دی. که ډیوایسونه سم کار وکړي او سرور یې پروسس کړي او څه ډول چې د ټاکنو کمېسیون ویلي، هغه ډول ټول مراحل ترسره شي، نو زما په نظر له ۵۰-۷۰ سلنه شفافیت تضمین کولای شي او په پاتې برخه کې به کاغذي سیسټم او نظارت مرسته کوي.

د ټاکنو کمېسیون پلان لري چې د راتلونکې میلادي میاشتې په لسمه پایلې اعلان کړي. فکر نه کوم چې له دې خڼدونو او پېچلي پروسس سره دې دومره زر دا کار وشي، خو که پایلې ژر یا وروسته اعلان هم شي، د نوماندانو ناندرۍ او شکایتونه به ډېر وي، ځکه د افغانستان په شان یو هېواد کې چې تر ډېره پر نورو تکیه دی او زېربنا او مسلکي ټیمونه نه لري، په دې برخه کې پخوا کوم شفافیت نه و او په کار کې د نورو مداخله یې ډول ډول شکونه او اندېښنې رامنځته کوي.

په ټوله کې له ډېرو ستونزو سره سره رایه اچونه تر ډېره شفافه وه، خو د پایلو سم او په وخت معلومېدلو لپاره لا ستونزې او ننګونې شته چې وروسته به معلومېږي.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د ایران مذهبي مشر له محسن رضایي سره د هرمز تنګي د کنټرول په اړه خبرې کړي

اکتوبر 28, 2026

مېلانيا ټرمپ: روسيې او اوکراين په اوليشکي کې اوربند وکړ

اکتوبر 28, 2026

د طبیعي ګاز د صادرونکو هېوادونو فورم په اتمې سرمشريزې کې د «مسکو اعلامیه» خپره شوه

اکتوبر 28, 2026

امريکايي ځواکونو په ختيځ ارام سمندر کې د نشه يي توکو پر قاچاق وړونکې کښتۍ بريد کړی، ۵ کسان يې وژلي

اکتوبر 28, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In