د ځوانانو د اولمپیک څلورمې دوبني لوبې د نومبر د ۱۳مې نېټې په ماښام د سینګال په پلازمېنه ډاکار کې پای ته ورسېدلې. دا لومړی ځل دی چې په افریقا کې د اولمپیک لوبې ترسره شوې.
دغه لوبې د تېر اکتوبر په ۳۱مه نېټه پرانیستل شوې وې او په تېرو دوو اونیو کې شاوخوا ۲۶۵۰ ځوانو لوبغاړو د ۲۵ لویو ډولو په ۱۵۰ سیالیو کې ګډون کړی و.
د چین سپورټي پلاوي د ۱۸ طلايي، ۸ نقره يي او ۷ برونز مډالونو په ګټلو د مډالونو په لېست کې لومړی مقام نیولی دی.































