چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د چين او جنوبي اسيا تلپاتې نندارتون

ليکنه: شي مونګ/ ژباړه: ياسمين

دسمبر 15, 2020
in لیکنې
0 0

د چين او جنوبي اسيا د ۲۰۲۰ ز کال انلاين نندارتون د ډسبمر په ۱۲مه پرانيستل شو، چې نوم يې (( د چين او جنوبي اسيا تلپاتې نندارتون)) دی. د کرونا وبا د اغېزو پر وړاندې په نوموړي نندارتون کې ګډون ته د ګڼ شمېر تصديو او سوداګرو شوق نه دی کم شوی. دغه نندارتون د دوی د اړتياوو د پوره کولو لپاره په لومړي ځل په انلاين ډول جوړ شوی. که څه هم دغه نندارتون په انلاين نندارتون بدل شوی، خو د ګډونوالو شمېر يې د تېرو دورو په پرتله کم شوی نه دی چې دغه وضعيت له چين سره د تجارتي تګ راتګ په اړه د افغانستان په شمول د جنوبي اسيا د اتو هېوادونو اعتماد لا ټينګ کړی او د خوځنده ځواک لپاره يې ماحول برابر کړی دی.

چين د نړۍ تر نورو هېوادونو لومړی د کرونا وبا وضعيت کنترول کړی او اقتصادي مثبت پرمختګ يې رامنځته کړی دی. له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۹۰۴۰ ميليارده يوانه دی او د زياتوالي انډول يې يو اعشاريه اته دی چې د امريکايي ډالرو په معادل د وارداتو او صادراتو ارزښت يې ۴۱۷۰ ميليارده امريکايي ډالره دی او د زياتوالي انډول يې صفر اعشاريه شپږ سلنه دی. دا د کرونا وبا له خپرېدو وروسته لومړی ځل دی چې د چين د وارداتوا و صادراتو ارزښت زياتوالی رامنځته شوی. د دې ترڅنګ چين د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په نړيوالو همکاريو کې رېښتيني اقدامات ترسره کړي چې تر خپلې وسې پورې تر دوو سوو زياتو هېوادونو او سيمو ته يې وقايوي مواد صادر کړي او د انسانانو د روغتيا او طبي چارو ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره يې په دې توګه د پام وړ هڅې کړې دي. برسېره پر دې، په چين کې د توليدي چارو نظام په چټکۍ سره اعاده شوی چې چين د دغو کوښښونو له لارې د کرونا وبا په موده کې د بېلابېلو هېوادونو د خلکو د ژوند او کار اړتياوې پوره کړې او د نړيوال صنعتي ځنځير د ثابت دوران لپاره يې مثبت رول لوبولی دی. چين د وارداتو د زياتوالي لپاره فعال ګامونه پورته کړي چې له امله يې  د نړۍ د وارداتو په عمومي اندازه کې د چين ونډه صفر اعشاريه اته سلنه زياته شوې ده، دا د نړيوال اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د فعاليت لپاره د چين بل مهم خدمت دی.

په ياد حالت کې پرانيستل شوی د چين او جنوبي اسيا انلاين نندارتون د بېلابېلو هېوادونو پاملرنه راجلب کړې. د معلوماتو له مخې، د جنوبي اسيا د ۸ هېوادونو او د جنوب ختيځې اسيا ۱۰ هېوادونو په شمول د څه باندې ۹۰ هېوادونو ۹۳۰۰ تصدۍ په دغه نندارتون کې ګډون لري. ډېر خوشاله يم چې د ګډونوالو په لېست کې مې د څو افغان تصديو نومونه هم ليدلي او سوداګريزې چارې يې د زعفرانو، غاليو او لاسي صنعت په شمول له زياتو صنعتونو سره تړاو لري. افغانستان د چين نږدې ګاونډی هېواد دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ پټ قوت لوی دی. لومړی، د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ښه تمايل څرګند دی. چين د نړۍ دویم لوی اقتصاد دی او د منځني عايد لرونکو کسانو شمېر يې د نړۍ تر ټولو هېوادونو زيات دی.  چين به د کورني دوران په محور د کورني او بهرني دواړو دورانونو د متقابل تحريک په بڼه د پرمختګ نوی شکل جوړ کړي. دویم، چين او افغانسان د صنعتي چارو په برخه کې يو بل بشپړولی شي. له يوې خوا، د چين په بازار کې د افغانستان د ښه کيفيت کرنيزو او حيواني توليداتو ته زياتې اړتياوې شتون لري. له بلې خوا، په چين کې افغان سوداګر هر کال د افغان بازارونو د اړتياوو د پوره کولو لپاره له چين څخه ګڼ شمېر د ښه کيفيت او ټيټې بيې ورځني اړتيا توکي او  صنعتي توليدات اخلي.  درېيم، افغانستان د منځنۍ اسيا او د ختيځې اسيا وصل ځمکنی پل بلل کېږي او دغه مهم مقام يې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد په چوکاټ کې لا څرګند او ارزښتناک دی. د افغانستان توليدات د چين او افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز او ځانګړو باروړونکو اورګاډيو له لارې چين ته ليږدول شوي چې افغان بزګرانو او مالدارانو ترې ډېرې ګټې اخيستې دي.

د چين او جنوبي اسيا انلاين نندارتون د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو همکاريو لپاره يوه نوې کړکۍ پرانيستې ده. د کرونا وبا په وړاندې،  نړۍ او د سيمې بېلا بېل هېوادونه بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه دې ستونزې ليرې کړي. نوموړی نندارتون به د چين د يون نان ولايت د جغرافيايي وړتيا او د ديجټلي تکنالوژۍ د پرمختګ په رڼا کې د دغه هېواد او د جنوبي آسيا او جنوب ختيځې آسيا د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو لپاره مناسب نوی خوځنده ځواک برابر کړی دی. نندارتون تلپاتې دی او سيمه ييزې همکارۍ تل پاتې دي! زه د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګريزې همکارۍ د ښې راتلونکې په اړه پوره باور لرم!

Share7Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عراقچي: امریکا د خپلو موخو له ناکامۍ وروسته پر ایران نوي بندیزونه لګوي

سپتمبر 9, 2026

یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

سپتمبر 9, 2026

افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

سپتمبر 9, 2026

اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In